رخه
ما ته ملا او چړي دواړو ويل
چي د ا پياله او ګلاب نه دي رښتيا
دغه څو بيلګي د جنت دي ګوره
چي پرې غوليږې دغه ځواني هيلي
ته ترينه ځان ساته او ليري ګرځه !
له مودو وروسته هغه ملا او چړي
را مخامخ شوه ، بيا يې وپوښتله
لکه چي پرې دي ښودل ميو ګلاب
اوس به جنت کي دغه ټوله ګټې !
زما خندا راغله او و مي ويل
ای د منبر او د محراب واعظه
زه خو د ميو او ګلابو سره
کرکه لرم نه يې غواړم !
دا د جنت په هيله کرکه نه ده
ما د ګلاب او دپيالې نه تيښته
د هغي رخي پر بنياد ګټلې
چي مي د يار تر پوزي رسي ګلاب
او چي يې پياله تر شونډو ورسيږي
د حسادت په لمبو وسوځيږم
اوس د پيالې او د ګلابه ځني کرکه لرم !