د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت د ارغنداو ولسوالۍ په چهار غلبې او برات کلاچې کي يې دوې کړۍ ماينونه کشف او له منځه وړي دي . د نوموړو مسئولينو په وينا چي ياد کړۍ ماينونه افغان امنيتي ځواکونو د ګزمې پر مهال نيولي او نوموړي مسئولين يې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي خو پخپله په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .