کور / تازه خبرونه / د صدام حسين مرستيال په اعدام محکوم سو

د صدام حسين مرستيال په اعدام محکوم سو

د اېران د پخواني ولسمشر صدام حسين مرستيال طارق عزيز د عراق د يوې محکمې له خوا په اعدام محکوم سوئ دئ.
نوموړى تېر کال په ١٥ کاله بند محکوم سوئ وو، خو اوس د محکمې له خوا د مخالفينو په وژنو کي د لاس لرلو په تور په اعدام محکوم کړى دئ.
طارق عزيز چي پخوانى نوم يې ميخايل يوحنا دئ، يو عرب عيسوى وو چي له ١٩٧٩ کال راهيسي تر ٢٠٠٣ کال پوري د صدام حسين مرستيال وو او همدا راز له ١٩٨٥ کال څخه تر ٢٠٠٣ پوري د عراق د بهرنيو چارو وزير هم وو.