کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پاكستان پوځي حاكم (مشرف) د خپل برخليك په تمه

د پاكستان پوځي حاكم (مشرف) د خپل برخليك په تمه

د پاكستان پوځي حاكم(مشرف) د خپل برخليك په تمه

دا چې د پاكستان ولس له  څه مودې راپديخوا د دوه لويو ګوندونو( خلكوګوند او مسلم ليګ ګوند)  د ائتلاف په پايله كې  له يوه پوځي  ديكتاتوري نظام او حكومتداري څخه خلاصون وموند او وروسته له هغه څخه يې د خپلو غوښتنو او حقوقو تر لاسه كولو لپاره تر يو حده پورې زمينه برابره شوه تر څو وكولايشي چې خپلې غوښتني او نظريات په آزاده توګه بيان او هغه كسانو چې د خپلو مغرضو او شومو موخو لپاره د دوي ژوند له ګواښ سره مخ كړى وو، د هغوى پر وړاندې خپل غږ اوچت كړي تر څو د خپلو تر شويو اعمالو پر سزا ورسيږي.
دا پورته لنډه يادوونه مې ځكه وكړه چې تيره ورځ په پاكستان كې د اهل سنت او الجماعه علماو، جماعت اسلامي، اهل تشيع او د پاكستان ګن شمير ديني علماو د يوې غونډې په ترڅ كې د پاكستان پخوانى ولسمشر جنرال پرويزمشرف په اړه د اعدام حكم صادر كړ. او زياته كړى ده چې پرويزمشرف يو مفسد، ملي خاين او د پاكستان د ولس قاتل وو چې بايد اعدام شي.
دا د پاكستان خلكو او ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې جنرال پرويزمشرف په ۱۹۹۹ ميلادي كال كې د يوې پوځي كودتا په ترڅ كې له نوازشريف څخه واګ تر لاسه كړ او په پاكستان كې يې يو پوځي او ديكتاتوري حكومت رامنځ ته كړ او هغه مهال يې د پاكستان ولس پر وړاندې  دا ژمنه كړى وه  چې د نړيوالې ټولنې سره به يو ځاى د ترهګرو او تروريستو ډلو پر وړاندې په كلكه مبارزه كوي. خو مشرف هم د نورو پاكستاني ديكتاتورانو په څير خپلې شخصي ګټي او موخي تر بل هر څه څخه مهمې وګنلي او د خپلو ژمنو پر خلاف يې د واګ پايښت لپاره د ترهګرو ډلو په روزنه او تمويل له پخوا څخه په څو برابره زيات لاس پورې كړ چې په پايله كې يې پاكستان، د سيمي او نړۍ هيوادونه له يوه كلك غبرګون سره مخامخ كړل د همدغه پوځي او ديكتاتور جنرال مشرف او هغه پورې د ځينو تړل شويو حلقاتو په ځانګړى توګه د پاكستان استخباراتي سازمان اى اس اى دوه مخې او وروست سياست وه چې د پاكستان مظلوم ولس يې له يو لړ ستونزو سره لاس او كريوان كړى وو، تر څو په همدې لړ كې خپل غيرانساني او شوم اهداف پر مخ بوځي.
خو د پرويز مشرف همدغه ديكتاتوري او له عقدو څخه ډګ سياست وو چې د واګ تر لاسه كولو څخه يې وروسته نوازشريف او بى نظير بوتو له هيواد څخه تعبيد ته اړ كړل تر څو له خپلو خلكو او هيواد څخه لرې په بهرنيو هيوادونو كې د ځان لپاره ژوند غوره كړي. چې په پايله كې يې مشرف د يوه پوځي ديكتاتورپه شان په پاكستان كې د وحشت، ظلم او ستم  نظام رامنځ ته كړ او له نورو پاكستاني واګدارنو څخه يې په څو پر تله زيات د پاكستان او په تيره د افغانستان په بې امنيو او بې ثباتيو كې فعاله ونډه واخيسته او د ترهګرو ډلو په روزنه او تمويل يې لاس پورې كړ او افغانستان، پاكستان او د سيمي هيوادونه يې د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخامخ كړل چې بالاخره  د دغو ترهګرو د فعاليت ساحه دومره پراخه شوه چې د نړۍ زياتره هيوادونه يې له ترهګريزو كړنو سره مخ كړل او د نوموړو ډلو په ملاتړ سره يې د خپل پايښټ لپاره د پاكستان پر ولس يو ديكتاتوري نظام حاكم او نوموړى هيواد يې له بې امنې او بې ثباتې سره مخ كړ، دا چې د پاكستان خلكو نور د مشرف د ديكتاتوري، ظلم او ستم زغم نه درلود او غوښتل يې چې د نوموړى حكومت پر وړاندې خپل غږ پورته كړي نو هغه مهال دغه پوځي او ديكتاتور ولسمشر په پاكستان كې اضطراري حالات اعلان كړل، د ستري محكمې د چارواكو په نيونه يې لاس پورې كړ، د خپل سياسي پايښت لپاره د بى نظير بوتو په ترور لاس پورې كړ او حتي چې خلكو ته يې له كوره بحر د وتلواجازه نه وركوله چې د مشرف دغه ډول كړنو لا د پاكستان د ولس قهر او احساسات راوپارول چې په پايله كې د نوموړى هيواد د دوه لويو  ګوندونو( خلكوګوند او مسلم ليګ ګوند) په مرسته او ملاتړ پرويزمشرف د اساسي قانون څخه په سر غړوني او د پاكستان د ۱۹۷۳ كال د اساسي قانون د ۴۷ مې مادې پر بنسټ د استيضاح اعلان وكړ چې د پاكستان د ائتلافي حكومت دغه غبرګون بالاخره  جنرال مشرف  استعفا ته اړ او  د  ۲۰۰۸ كال د اګست  په ۱۸ مه نيټه د يوې تلويزيوني وينا په ترڅ كې په ډيرې ناچارې او نااميدي سره خپله استعفا اعلان كړه او د نوموړى د ظلم او وحشت كاسه نسكوره او له خپل هيواد څخه تبعيد او اوس د پاكستان د ولس د پريګړى په اړه د خپل برخليك په تمه دى.
دا چې د ظلم انجام تل بد وي  نو نوموړى ديكتاتور او پوځي جنرال هم  د خپلو تيرو كړو وړو(ظلم او ستم) له پايلو سره په داسي مهال كې مخ كيږي چې څه موده د مخه يې د يو ګوند د جوړول اعلان هم كړى وو او زياته كړى وه چې نوموړى به د پاكستان په راتلونكو ولسمشرى ټاګنو كې هم ګډون وكړي خو له دى څخه ډير بې خبره وو چې آيا د پاكستان ولس به زما د تيرو تر سره شويو كړنو پر وړاندې څه اټګل او انداز ولري، چې له نيكه مرغه د پاكستان ولس له ډير صبر وروسته دا فرصت ترلاسه كړ چې د مشرف د ظلم او ستم پروړاندې يوه غوڅنده پريكړه وكړي.
خو د پاكستان ولس دا بايد په ياد ولري چې دا يوازې د يوې غونډي په ترسره كولو سره سرته نه رسيږي بلكې دوي ته په كار ده چې د همدغو ديني علماو مشرانو، مدني ټولني او اوسنې حكومت په ملاټر خپلې دغې پريكړي ته د عمل جامه ور په تن كړي تر څو په راتلوونكى كې د پاكستان نور واكداران او مشران د خپلو مغرضو او ناوړو موخو لپاره د پاكستان ولس هيلې او آرمانونه تر پښو لاندې نكړي او نورو راتلونكو مشرانو ته هم يو د عبرت درس وي چې هر څوك په دغه ولس باندې لوبې وكړي انجام به يې د مشرف په څير وي.