د افغانستان د روغتيا وزارت وايي په افغانستان کي په هر يوه ساعت کي درې کسه لږ تر لږه د يوې سترګي ليد له لاسه ورکوي.
د روغتيا وزارت په کابل کي د ليد د نړۍ والي ورځي په مناسبت دغه ارقام خپاره کړي دي.
د روغتيا وزارت وايي يونيم ميليون افغانان په سترګو نه ويني، يا خو يې سترګي بېخي کمزوري دي.
راپور د روغتيا وزارت د چارواکو په حواله وايي چي د کويټ هيواد د ٩٠٠٠٠ ډالرو په مرسته به د هيواد په مختلفو سيمو کي د سترګو د علاج ١٠ مرکزونه جوړ کړي، چي د ٢٠٠٠ کسانو د سترګو عمليات به پکښي وکړي.