کور / تازه خبرونه / د افغان کرکټ ټولنه : د افغان کډوالو د ځوانانو سالمه روزنه کوو

د افغان کرکټ ټولنه : د افغان کډوالو د ځوانانو سالمه روزنه کوو

په پېښور کې د افغان کډوالو د کرکټ د ټولنې مشر عبدالرحمن بابا د عالي ليسې تدريسي مرستيال عبدالمؤمن حقياررسنيو ته څرگنده کړې ده، چې دغه ټولنه چې زما په مشرۍ جوړه شوې اصلي هدف يې په پېښور کې د افغان ځوانانو سالمه روزنه ده او په ځانگړې توگه د کرکټ په څانگه کې د افغان ځوانانو استعدادونه وروزو. نوموړي وويل چې مونږ سره د دې ټونې د ملاتړ لپاره (Right to play) ادارې مرسته کړې او ژمنه يې کړې، چې راتلونکي کې به هم تاسو سره په دې لاره کې پوره مرسته کوو. حقيار د نوموړې ادارې سوپرويزر صابر خان او فنانس منيجر ناصر خان څخه مننه وکړه چې په پېښور کې د افغان کډوالو د کرکټ د ټولنې سره يې د مرستې ژمنه کړې ده.