د ښاغلي سرور احمدزي لیکنه مي لوستل ، چي د نیویارک ټایمز له سر مقالی څخه په استنباط یی لیکلې وه .
وایي ؛ یو چا د خپل خپلوانو میلمستیا کړې وه ، میلمه په پزه عیبي وو . کوربه خپل زوۍ کښیناوه او ورته وئ ویل چي ګوره زویه ! د میلمنو په مخ کښي د پزي خبره ونه کړې ! زوی یی هم ومنله .
میلمانه راغلل او ماشوم روغبړ ته ورغۍ ، د روغبړ پر وخت یي پر پلار چیغه کړل ، پلاره ؛ تا خو ماته د پزي ویلي وو ، دا خو یی بیخي نه لري !!!
دا به د افغانانو تقدیر وي چي کله یی خاوره او سیاسي لیډران خرڅ سوي دي او کله بیا سیاسي لیډرانو د یوه سیاسي عاقل او بالغ سیاستمدار په جامه کي خپله خاوره د خپلو شخصي ، سیاسي او توکمیزو ګټو لپاره استعمال کړې ده . افغان اولس بیله دې نه چي د نوي عصر میرویس او احمد خان و نه لټوي ، بله چاره نه لري . ننۍ نړۍ د راکړي ورکړي او د خپلو ګټو د تآمین او تضمین نړۍ ده .
که جناب کرزی او د دوۍ ټیم په دې باور وي چي د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره ، افغانان د نړیوالو زبرځواکونو تر بمونو لاندي مړه کړي ، په خپلو ساده او د سیاسي سواد نه لیري کړنو او خبرو افغانان او نړۍ سره لیري کړي ، دا به زموږ د هیواد او سیمي په کچه لوی خیانت وي . دا اوس اوس زموږ هیواد او اولس د خپلي خوښي پرته د اسلامي بنیادګرایی په لومه کي لویدلۍ دۍ . زموږ ټولنه له اره د بنیادي عقایدو خپلونکې او درلودونکې نه وه او نه ده . زموږ ټولنه دا اوس د زبرځواکونو د برچې تر سیوري لاندي یو څو ایډيالوژیکو عقیدتي بنیادګرو ګیروګان نیولې ده . جناب کرزی د دي ټولو ناخوالو مشري کوي ، ځینو کښي اګاه او ځینو کښي غیر اګاه .
د جمهوري ریاست په ماڼۍ کښي د ایران د نغدو پیسو لګول د ښاغلي کرزي لپاره یوه سیاسي مړینه ده ، ایران چي د نړۍ او خپل اولس تر سیاسي او اقتصادي فشار لاندي دۍ څنګه حاضریږي چي بوجۍ ، بوجۍ لوټونه پر جناب کرزي باد کړي ؟ ایران ته د لبنان د شیعه ګانو تر حزب الله په افغانستان کښي د خلیلي او محقق ساتل او روزل ضروري بریښي ځکه دلته د کرزي په مشرۍ د نړیوالي ټولني سره ښه ډغره وهلای سۍ . ایران د افغانستان د سیاسي حل په غونډو کښي د ګډون بیه له جناب کرزي څخه رانیولې ده ، په سیاسي معاملو او معادلو کښي د غرضي ګډون بیه لا تر دې هم زیاته وي . امریکا ته د کابل د جمهوري ریاست د ارګ له ماڼۍ څخه ایراني تریبون جوړول او دجناب کرزي پر اوږو د احمدي بی نژاد ټوپک ایښودل او پر امریکا ټک کول ، ډیري پیسې غواړي ! جناب کرزي د سیاست تر څنګ اقتصاد هم لوستۍ دۍ .
د دولت ریس چي ډیره موده فاسدي او د غرض نه ډکي پیسې استعمالوي ، د ادارې او مدیریت پوښتنه یی مه کوۍ . زما د جناب کرزي څخه هیله ده چي د یوې اونۍ مخکي خپلي خبري چي ویل یی 🙁 زموږ په بانکونو کښي دوه نیم ملیارده ډالر پراته دي ، موږ خپل مصارف خپله کوو . ) بیرته واخلي .
( موږ به څه کوو؟ )
( دریمه لار )
افغانستان د خپل سیاسي او جغرافیایي تاریخ په اوږدو کښي د اوس په شان د داسي یوه ناورین سره نه دۍ مخ سوۍ چي د سختیو څخه د وتلو لار یي ورکه کړې وي .
نن زموږ روڼ اندو او ټولو افغانانو دنده ده چي د افغانستان د خاوري او اولس څخه په دفاع کښي ودریږو ، خپل انسانیت او افغانیت ثابت کړو .
موږ بیله یوه سیاسي مرکز او یا سیاسي ملي جرګې څخه د افغانانو ریښتینۍ حق نه سو ترلاسه کولای موږ بیله وطني او ولسي عقیدې نه نسو کولای ، دي ټولو ناخوالو ته ټټرونه سپر کړو .
موږ بیله یوالي او ګډون څخه بله لار نه لرو .
یا به یو کیږو ، که نه ورکیږو .