کور / راپور / د پکتيا پېژندني يو ورځنی علمي سيمينار راپور

د پکتيا پېژندني يو ورځنی علمي سيمينار راپور

د۱۳۸۹ لمریز کال د تلې په دېرشمه نېټه د پکتیا ولايت په مركز ګردېز كې د پكتيا پېژندنې په نوم يو ورځنى علمي سيمينار د اوښتون كلتوري ټولنې له لوري جوړ شو.

په دغه يو ورځني علمي سيمينار كې د هيواد وتليو علمي څېرو له جرمني اكسفورډ پوهنتون څخه راغلى د ژبوهنې استاد مجاور احمد زيار، پوهنوال رسول باوري، پوهاند بشير دوديال، فلكلور پو عبدالكريم پتنګ، استاد زاهد مشواڼي  او د علومو اكاډمۍ  نورو درنو ليكوالو هم برخه اخيستې وه.

د پكتيا پېژندنې په سیمینار کې دګډون په خاطر له کابل او نورو ولایتونو څخه په لیکوالو سربیره له کابله دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر یوشمیر غړې آغلې نازیه اریوبواله، ډاکټره نجلا پکتیا واله،وږمه او سیلۍ هم راغلې وې چې دافغانستان دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر پیغام او نیکې هیلې یې دسیمینار ګډونوالو ته ورسولې.

د پكتيا پېژندنې دا يو ورځنى علمي سيمينار په درې لويو برخو وېشل شوى وو.

لومړى: د پيغامونو او د سرود برخه وه چې په دې برخه كې د تلاوت او ملي سرود څخه وروسته د پكتيا د والي مرستیال عبدالرحمن منګل له خوا مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اوښتون كلتوري ټولنې مشر ډاكټر محمد نعيم احمدزي د دې سيمينار د جوړېدو موخه څرګنده كړه او ويې ويل چې دا تاريخي سيمه لكه څومره چې تاريخي ارزښت لري، په هغه شكل نه ده كتل شوې او له پامه لوېدلې.

دۀ دا هم وويل چې د دې سيمينار په وياړ يې  ۱۱  ټوكه بېلابېل علمي كتابونه او د اوښتون په نوم د دې ټولنې خپرېدونكې مهالنۍ  مجله  هم په ځانګړي ډول د چاپ په ګاڼه پسوللي ده.

نوموړي د اوښتون كلتوري ټولنې د تېرو كارونو د يادولو ترڅنګ دې ته اشارۀ وكړه چې په راتلونكي كې هم  ورته كارونه  د دې ولايت او د هيواد د پرمختګ په موخه په پلان كې لري.

د  دې يو ورځني علمي سيمينار دوهمه برخه د مقالو برخه وه چې په دې برخه كې د هيواد وتليو ليكوالو، پوهنوال رسول باوري، استاد زاهد مشواڼي، پوهاند بشير دوديال، استاد علم ګل سحر، نورمحمد سعيد، عبدالكريم پتنګ، صديق الله بدر،نبي صلاحي،وحيد احمدزي،الياس وحدت، احسان الله درمل او تواب الدين غورځنګ مقالې ولوستل شوې.

د دې سيمينار په وروستۍ برخه كې د ځينو مقالو د ليكوالو په نه موجوديت كې يوازې د هغوى د نوم په اخيستو بسنه وشوه او وپتییل سوه چې د دې سيمينار د مقالو ټولګه چاپ د ولایت د مقام په مالي لګښت چاپ شي.

د سيمينار له درېمې برخې (ارزونې) څخه وړاندې  اتۀ ماده ايز پرېكړه ليك واورول شو،  او د خلكو نظر پرې واخيستل شو چې څۀ پكې زيات او كم كړي.

په دې پرېكړه ليك كې اتۀ د پام وړ ټكي راغلي وو چې په وروستۍ برخه كې يې د خلكو د وړانديزونو سره مل لس ماده ايز پرېكړه ليك په لاندې توګه صادر کړ:
۱ د دغه سيمينار د مقالو ټولګه دې د پكتيا ولايت مقام په مالي لګښت چاپ او د امكان ترحده دې په نورو ژبو وژباړل شي.

۲ د پكتيا پېژندنې په اړه دغه يو ورځني علمي سيمينار وښودله چې د پكتيا په باره كې د نورو علمي څېړنو اړتيا شته، وړانديز كيږي چې افغان حكومت دې د نړيوالو مرستنديو ټولنو په مرسته يو ستر څېړنيز مركز پرانيزي.

۳ په سيمينار كې څرګنده شوه چې تر اوسه د دولت له خوا د پكتيا د لرغونو تاريخي اثارو څېړنې او ساتنې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، د سيمينار ګډونوال هيله لري چې افغان حكومت په دې اړه كوټلي ګامونه واخلي.

۴ د پكتيا د تاريخي وياړنو د ساتنې له پاره د نږدې راتلونكي په پكتيا كې منقول او غيرې منقول موزيمونه جوړ شي او د دغه ولايت د اطلاعات او كلتور رياست د پياوړتيا له پاره دې اقدامات وشي.
۵ دغه سيمه له ستر تاريخي ارزښت څخه برخمنه ده هيله ده د نړۍ د تاريخي ميراثونو په كتار كې ثبت شي.

۶ د پكتيانيو د فلكلور راټلولو له پاره دې د اطلاعات او كلتور وزارت او علومو اكاډمي ځانګړې پروژې طرحه كړي.

۷ د سيمينار ګډونوال ټينګار كوي چې د پكتيا په اړه راپاتې څېړنې به زموږ د تاريخي تيارۀ ګوټونه روښانه كړي او د فرهنګ د لا بډاينې له پاره به ډېره مرسته وكړي، وړانديز كيږي چې دولت د نړيوالې ټولنې په مرسته دې برخې ته ځانګړې بوديجه منظوره كړي.

۸ د پكتيا ولايت د اطلاعات او كلتور رياست او راډيو ټلويزون له پاره دې د كمپلېكس وداني جوړه كړي.

۹ په سيمينار كې ويناوالو د پكتيا ولايت ټولنيزو او اقتصادي ستونزو ته نغوته وكړه او په دې برخه كې يې د لويې پكتيا اوسنى وضعيت د اندېښنې وړ وبالۀ او نيوكه يې وكړه چې نړيوال مرستندويان او افغان دولت د پراختيا او پرمختيا نابرابره پاليسي د تېر په څېر مخ ته وړي، نو د سيمينار ګډونوال په كلكه غوښتنه كوي چې د هيواد د ټولو سيمو له پاره دې د برابر پرمختګ پاليسي خپله كړي، او د سيمينار ګډونوالو وړاندوينه وكړه چې نابرابر پرمختګ د هيواد له پاره ناوړه پايلې لرلى شي.

د پرېكړه ليك په پاى كې ځينو ګډونوالو هم وړانديزونه وكړل چې په پورته پرېكړه ليك كې دې دا مادې هم ځاى پر ځاى شي.

د علومو اكاډمۍ يو غړي محمدنبي صلاحي وويل چې د پكتيانيو زلميو تعلمي بورسونه دې په حقونو دې مركزي دولت سترګې نه پټوي.

د ښځو چارو رئيسې حليمه خزان وويل چې په دې ولايت كې د لوړ زده كړو له پاره اماده نجونې لرو خو پوهنتون ورته هېڅ امكانات نه لري بايد په دې برخه كې كوټلي ګامونه واخسيتل شي.
د سمیناردمقالو سرلیکونه په دې ډول و:
۱- ډاكټر محمد نعيم احمدزي   د اوښتون کلتوري ټولنې کاري رپوټ او راتلونکي پلانونه
۲- پوهاند بشیر دودیال        په پکتیا کې اقتصادي ظرفیتونه
۳- پوهنوال رسول باوري     دپکتیا لرغونو سیمو ته یوه کتنه
۴- استاد زاهد مشواڼي        دپکتیا فولکلور
۵- استاد علم ګل سحر        د زرمت پخوانیو میلو ته یوه کتنه
۶- نورمحمد سعيد             دپکتیا والو رښتنې سوبه
۷-  عبدالكريم پتنګ
۹- صديق الله بدر                پکتیا، پختیا، پکتویس
۱۰-نبي صلاحي                د میرزکې خزانه
۱۱- وحيد احمدزي           لومړنۍ پکتیانۍ زده کوونکې
۱۲- الياس وحدت               دلویې پکتیا اوسنی حالت
 

۱۳-احسان الله درمل او تواب الدين غورځنګ د پکتیا دتاریخ او هنر په اړه مقالې واورولې.
د سمینار په پای کې په پکتیا کې د تعلیم دعامولو او د ښځو زده کړو په برخه کې دعملي کارونودسرته رسولو او ددغه سیمینار دپریکړو د پلي کولو لپاره دپکتیا دقومي مشرانو،دیني علماوو او لیکوالو او روشنفکرانو په ګډون یوه شورا هم جوړه شوه چې دسیمینار له پای ته رسیدو سره سم یې په کار پیل وکړ.

 په دې سيمينار كې د هيواد د ولايتونو څخه راغليو ليكوالو ترڅنګ د دې ولايت ليكوالو، قومي مشرانو، علماوو او د سيمې اوسېدونكو هم ګډون كړى وو.
 
د يادونې وړ ده چې په دې سيمينار كې تر څلور سوو پورې ګډونوالو برخه اخستې وه .