کور / تازه خبرونه / پکتيکا : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

پکتيکا : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى حې عامه پوهاوي د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري په پکتيکا ولايت کي د شپې ترسره سول په پايله کي يې د حقاني شبکې يو طالب قوماندان نيول سوى . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد طالب قوماندان په دې ولايت کي د يو شمېر وسله والو مشري په غاړه لرله او هم به يې پر بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه ترسره کول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو څه نه دي ويلي .