کور / تازه خبرونه / کرزي د غزنې پر پارلماني نتايجو اندېښنه څرګنده کړه

کرزي د غزنې پر پارلماني نتايجو اندېښنه څرګنده کړه

ولسمشر کرزي د افغانستان د هغو سيمو پر پارلماني نتايجو باندي اندېښنه څرګنده کړې چي د نا امنيو له امله سمي رايي نه وې پکښي استعمال سوي.
ولسمشر کرزي د غزني ولايت نوم واخيست چي په وينا يې په ١٢ ولسواليو کي يې د نا امنيو له امله رايي نه وې اچول سوي، او په هغو سيمو کي چي رايي لوېدلي، ټول د يوه قوم استازي ځني کامياب سوي دي، چي د ولسمشر کرزي په وينا دغه چاره ملي يووالي ته زيان رسوي.
ولسمشر کرزي د ټاکنو پر کمېسون ږغ کړئ، چي دې ستونزي ته لاره هواره کړي، خو دا يې ونه ويل چي هغوى بايد څه وکړي.
د غزني ولايت د برياليو کانديدانو لومړنى ليست ښيي چي په ولسي جرګه کي د دې ولايت ټولي ١١ چوکۍ د هزاره قوم استازو ګټلي دي، په داسي حال کي چي د غزني اکثريت اوسېدونکي پښتانه دي.
بلي خوا ته د حقوقي چارو کارپوه ډاکټر کبير رنجبر وايي حکومت اوس نسي کولاى چي د انتخاباتو د نتايجو په هکله پرېکړه وکړي، نوموړي وويل د ولسمشر دغه پرېکړه به هزاره ګان قانع نکړاى سي چي تر خپلو ګټلو چوکيو تېر سي.
د ډاکټر کبير رنجبر په وينا لازمه دا وه چي د انتخاباتو په ورځ حکومت د غزني په ټولو ولسواليو کي د رايي اچولو پروسې ته امنيت ټينګ کړى واى، چي اوس به دغه ستونزه نه واى.