کور / شعر / مونږه دواړه چې واړه وو

مونږه دواړه چې واړه وو

مونږه دواړه چې واړه وو
ديو بل پسې مړه مړه وو
سره يوځاى لوبيدلو
په ښه بد نه پوهيدلو
يو به بل ته په خندا وو
په لږ څه خوشاليدلو
يوه له بله به پټ نه وو
هغه څه چې مو په زړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو

خبر نه وو،له لمر سوري
ګرځيدو به په هرلوري
هره ورځ دخوشالۍ وه
که به اوري وو که دوري
له خپل ځانه خبر نه وو
که به وږي که ماړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو

له سهاره ترما ښا مه
ورځ به تيره شوه تمامه
چې تياره به راخوره شوه
کورته تلو به له ناکامه
له مورجانې مو غوښتل
که پخکړي به يې خواړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو

( هاشمي ) عجب دوران و
مونږه دواړه چې کوچنيان و
تيريده ژوند په خوښۍ
نه څه غم او نه خپګان و
هره ورځ دپسرلي وه
نه ګرمي اونه ساړه وو
مونږه دواړه چې واړه وو
ديوبل پسې مړه مړه وو