کور / شعر / “همتـه” ځان ژغوره د عشق تندر په تا رالویږي

“همتـه” ځان ژغوره د عشق تندر په تا رالویږي

لکه شبنم چې پـه هوا شي ځي د لمر پـــــه لوري
زما خیــــــــــالونه چټک درومي د دلبر په لوري
هيلې مې تللې ماته خونــــد د یار د شنډو راوړي
ځکه نن هڅــــــــه کوم زه د ډک ساغر په لوري
لکه برېښنا منګولې ټیټې کړي د غرو په څنــــډو
د مینې څړیکه مې له زړه نه ځي د سر په لوري
په دربېله کې د فراق په مېرو شپې تېـــــــــــروم
زړګی مې ځغلي د ښـــــــاغلي صنوبر په لوري
د ګل د پاڼې پـــه څېــــــــر ډډه پـــــه ازغو لګوم
ښکلی نګار مې نه پرېږدي د خپل بستر په لوري
زاړه یادونه مې پــــــه پورې بر ګودر کې اوسي
خلکو فراق یم راوستـــــــــــلی د مجمر په لوري
که هرڅو هڅه کوم مینه کې ځیرک و اوســــــم
زما د مینې سودا تل ځي د ضـــــــــرر په لوري
“همتـه” ځان ژغوره د عشق تندر په تا رالویږي
تل د کتـل د شالیــــــلا د سپین بشـــــــر په لوري

کابل
۳۱/ وږی/۱۳۸۹