کور / تازه خبرونه / ناټو د هلمند په يوه مسجد کي ٢٥ کسان وژلي دي

ناټو د هلمند په يوه مسجد کي ٢٥ کسان وژلي دي

د ناټو ځواکونو د هلمند په ولايت کي يو مسجد بمبار کړئ چي ٢٥ کسان يې وژلي دي.
د ناټو ځواکونو منلې چي نن د دوشنبې په ورځ يې د باغران په ولسوالي کي بمبار کړئ دئ، خو دا يې نه ده منلې چي ګني مسجد يې په نښه کړى دئ او يا وژل سوي کسان ملکي خلګ دي.
د هلمند د ولايتي شورا رئيس فضل الباري ويلي په مسجد کي اوس هم د خلګو مړي تر خاورو لاندي دي، چي ښايي د مرګ ژوبلي کچي تر دې هم لوړه سي.
باغران د هلمند ولايت يوه وروسته پاتې ولسوالي ده چي له مرکز لښکرګاه څخه ١٠٠ مايله ليري موقعيت لري.