په پکتيا کې د (علمي) په نامه د يوې خپرندويې ټولنې لخوا په پښتو ژبه تېره اونۍ لس بېلابېل کتابونه چاپ او خپاره شول. دغه کتابونه اوس د هيواد د ننه په سترو کتاب پلورنځيو کې تر لاسه کېداى شي. د هيواد د ننه د کتاب مينه وال کولاى شي دغه کتابونه له کتاب پلورنځيو څخه تر لاسه کړي او د هيواد بهر مېشتو اوسيدونکو افغانانو ته به په نژدې راتلونکي کې په انټرنټ پر ليکه شي.
د هغو کتابونو نومونه، د ليکوالانو او ژباړونکو له نومونو سره چې د (علمي) خپرندويې ټولنې لخوا خپاره شوي دي په لاندې ډول دي.
شمېره د کتاب نوم ليکوال / ليکوالان ژباړن
١- نيلي کرښه حبيب الله رفيع
٢- د حقارت غوټه ډاکټر محمد منصور محب الله زغم
٣- د پکتيا نکلونه مير احمد ګربز
٤- ستره لوبه امير رضايي لعل آقا شيرين
٥- دې د مينې افسانې شيرالله مراد
٦- خاموش فيلسوف علم ګل سحر
٧- د تصوف د فلسفې تاريخ پروفيسور آربري او حريف الله حق پرست
٨- اروايي ښامار عبدالغفور ليوال
٩- لرغونې نړۍ پوهنوال رسول باوري
١٠- په منګلو کې د بوټو نومونه علي محمد منګل