کور / تازه خبرونه / مېرمن کلينټن له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې

مېرمن کلينټن له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې

دامريکا دبهرنيوچارو وزيري له ولسمشرکرزي څخه ديوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې غوښتي څو دخصوصي امنيتي کمپنيو دلمنځه وړلو په پريکړې يوځلې بياغور وکړي .
دامريکا دبهرنيوچارو وزيرې ميرمن هيلري کلنټن په وينا په افغانستان کې دخصوصي امنيتي کمپنيو شتون ته اړتيا شته .
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرکرزي په افغانستان کې دخصوصي امنيتي کمپنيو شتون ملې حاکميت ته لوي ګواښ بللى ؤ او په خپله وروستۍ ويناوکې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتې وه څو په دې برخه کې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي .