کور / تازه خبرونه / مکسيکو: په غونډه کې ډزو ٢٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

مکسيکو: په غونډه کې ډزو ٢٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

دمکسکو په سويداد ښارکې ديوې کليزې په لمانځ غونډه ناپيژندل شويو وسله والوکسانو بريد وکړ چې له امله يې اته ويشت تنوته مرګ ژوبله واوښته .
درپوټونو له مخې لس تنه وسله وال کسان چې په موټرسايکلونوسپاره وه دغه لمانځ غونډې ته ننوتل او پرميلمنويې ډزې وکړي چې په پايله کې ديارلس تنه ووژل شول اوپنځلس نورټپيان شول .
ويل کيږي په روان کال کې په نوموړې هيواد کې دا دوهم بريد دى چې په ميلمستيا کې ترسره کيږ ي او په کې ولسي وګړې خپل ژوند له لاسه ورکوي .
دسويداد ښار دامريکا تګزاز ايالات ته څيرمه سيمه ده چې ددغه هيواد دنشه يې توکو دکاروباريانو مهمه لاره گڼل کيږي.