دهايتي په زلزله ځپلې هيواد کې دوبا دناروغۍ له امله نږدې دوه سوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ويل کيږي په هايتي کې دويبا دناروغۍ دوه زره درې سوه پيښې تراوسه پورې ثبت شوي دي او ددغه ناروغۍدخپريدوله امله ددغه هيواد ډاکټران او نړيوال روغتيا پالونکې ډلې هڅه کوي څو ددغه ناروغۍ دخپريدو دمخنيوي په موخه روغ کسان له ناروغوکسانوڅخه جلا کړي .
په هايتي کې دويبا ناروغۍ په داسې حال کې خپريږي چې څه موده وړاندې ديوې سختي زلزلې له امله شاوخوا درې سوه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وه .