لیکوال : سید ماشا
ژباړن : حز ب الله اتل
شایدهېچا هم دارسطو په شان دغرب په معنوي ژوند اوتمدن دومره ژور تاثیر نه وي کړی ، د هغه استاد افلاطون ، له همغه لرغوني وخته تر منځنیو پېړیو پورې د خپل وخت لویترین فېلسوف ګڼل کېده ، مګر له دولسمې پېړۍ راوروسته د بشرد فکر په ټولو اړخونو کې ارسطو د یو( لومړني استاد ) په توګه وپېژندل شو ، حتا داتومي عصر په فکري بدلون کې یې هم افکار لا تر اوسه باقي پاتې دي . ارسطو په ۳۸۴ قبل میلاد کال کې ، په مقدونیه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .پلار یې دامین تاس په دربار کې طبیب ؤ ، په ځوانۍ کې یې د پلار په شان له ژوند پوهنې او حیواناتو پېژندنې سره مینه درلوده اوله ځینوټاکلیو ځانګړنوڅخه په استفادې سره یې په دې برخه کې ځان دکمال پوړۍ ته ورساوه .
ارسطو له اوولس (( ۱۷ )) کلنۍ څخه د افلاطون شاګرد شو او تر شلو نورو کلونو یې چې استاد ژوندی ؤ ده یې دعلم له باغ څخه پوره پوره ګټه پورته کړه ، وروسته یې کلونه کلونه په یونان کې دخپلې زده کړې له پاره په سیاحت ، چګر اودشاګردانو په روزنه تیرکړل ، کوم وخت چې سکندرپاچا قدرت ته ورسید ارسطو اتن ته راغی اودلته یې (( مشاني )) فلسفي مکتب رامنځته کړ .
ارسطو له داسې استاد سره شاګردي وکړه چې د معقولاتو په اړه یې نظر درلود ، خو دی داسې استاد شو چې سروکار یې بیا له محسوساتو سره شو ، ارسطو د ارواپوهنې او ژوند پېژندنې علمونه رامنځنته کړل اوهغه یې په داسې ډول وروزل چې اوس هم څه د پاسه دوزره کالو په تېرېدلو سره یې لاهم خپل اعتبار په ځای ساتلی دی ، له هغې چې یې له حکومت او حکومتدارۍ سره مینه پیدا شوه د یونان ډېرو ولایتونو اوسیمو ته یې یوسل اواته پنځوس قانونه ولیکل ، چې له هغې ډلې څخه یې ، د اتن اساسي قانون ، پېړۍ پرخپل ځای پاتې شوې یادولی شو . دارسطو له مهمو لیکنو څخه دهغه د منطق شپږ رسالې دي چې دارسطو په ارغنون ( ) مشهورې دي.ځینې نور اثار یې عبارت دي له : (( مابعد الطبیعه )) ، (( دحیواناتو تاریخ )) ، (( د حیواناتو داعضاوو په اړه )) ، (( داسمانونو په اړه )) ، (( طبیعت )) او (( سیاست )) .
ارسطو په ۳۲۲ قبل میلاد کال کې له دې دنیا نه د تل له پاره سترګې پټې کړې ، په منځنیو پېړیو کې عربي اویهودي پوهان له ارسطو څخه اغیزمن شول ، له همدې امله یې مسیحي نړۍ هم دارسطو له افکارو اونظریاتو بې برخې پاتې نکړه ، وروسته وروسته یې دارسطو فلسفه دسکون او ارامۍ بنسټ وګڼله دبیکن او دکارت په شان کسان یې هم د فلسفي مکتب په دودولو کې له منځه لاړل مګر دارسطو فلسفه لاهم ژوندۍ ده .