کور / خبرتیا او پيغامونه / د بن په ښار کی د افغانستان خبرې: (درې ورځنئ سيمينار)

د بن په ښار کی د افغانستان خبرې: (درې ورځنئ سيمينار)

په افغانستان کی د آلمان پرمختيايي کارونه کومی خواته روان دی؟
2. Bonner Afghanistan Gespraeche:
Deutsch-Afghanische EntwicklungszusammenarbeitQuo Vadis?
22. – 24.10-2010
Arbeitnehmer-Zentrum Königswinter (AZK)
Johannes-Albers-Allee 3
53639 Königswinter bei Bonn, Germany
ګرانو هېوادوالو،
د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) او د کونيګ وينتر ښار د کاريګرو مرکز بين المللي څانګه  (www.azk.de) ۲۰۱۰ کال د اکتوبر د ۲۲ نه تر ۲۴ پوری يو درې ورځنۍ سمينار جوړوی. 
 
دغه سمينار ته به د آلمان د اکادميکو همکاريو موسسی استازی،د  دولتي او غير دولتي موسسو نمايندګان، د افغانستان د بلخ، کندهار ا و ننګرهار پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځيو استادان، د آلمان بوخوم پوهنتون کی د افغانستان پروژی مسول، آلماني افغانستان پیژندونکي او پوهان ويناوې وکړی.
 نور معلومات او پوره پروګرام دلته کتلای شۍ: www.afghanic.org
 
له تاسو قدرمنوآغلو او ښاغلو څخه په ډېر درښت هيله کوو، تر څو په دغه بين المللی سمينار کې ګډون وکړۍ.
 
د سيمينار گډون ونډه اتيا يورو او د بېکارانو، محصلينو لپاره څلويښت يورو ده.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د علاقی په صورت کې موږ ته احوال راولېږئ.