کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د روانو خونړيو ستونزو جرړې ( احسان الله ارينزی )

د روانو خونړيو ستونزو جرړې ( احسان الله ارينزی )

 


 د اكتوبر اوومه د افغانستان په تاريخ كې يو توره روځ ده. په دې روځ (كال2001) امريكايي پوځونو په افغانستان يرغل وكړ او د يوې نيمې مياشتې په ترڅ كې يې د طالبانو واكمني نسكوره كړه. امريكايانو په هغه وخت كې غوښتل چې له القاعده څخه د هغه يرغل كسات واخلي چې د سپتمبر په 11 د امريكا د متحده ايالاتو د اقتصادي او پوځي غرور په دوو مركزونو شوى و. په هغه بريد كې د نيويارك په زړه كې د نړيوالې سوداګرۍ غبرګ برجونه ونړېدل، پنتاګون ته درانده زيانونه واوښتل او له بده مرغه چې  3000 انسانان پكې ووژل شول.


د امريكا د متحده ايالاتو چارواكو هغه وخت فكر كاوه چې د افغانستان طالبانو، القاعده ته دا وخت او ځاى وركړى و چې په امريكا باندې د دې خونړيو بريدونو تابيا وكړي.


په هر صورت امريكا په افغانستان پوځي يرغل وكړ، طالبان يې مات كړل او د افغانستان د چارو د سمون له پاره يې د (بن) غونډه جوړه كړه. په دې غونډه كې د امريكا د متحده ايالاتو د چارواكو نظريات د ښاغلي  زلمي خليلزاد په واسطه رسول كېدل.


غونډې ته له 650000 ګيلومتره مربع افغانستان او 25 مليونه افغانانو څخه د څلورو ډلو څو- څوكسان  وربلل شوې وې.


1-              د قبرس ډله چې د ګوتو په شمېر كسان يې درلودل او د افغانستان په سياسي معادلاتو كې يې د ايران د احتمالي ونډې له پاره په قبرس كې غونډې كولې.


2-              د پېښور ډله چې ډېر كسان يې د پير ګيلاني د تنظيم خلك وو او په هيڅ توګه يې په پاكستان كې د ټولو افغان مجاهدينو او په لكونو مهاجرينو استازيتوب نه شواى كولاى.


3-              په اروپا او امريكا كې د پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه پلويان چې د روم د ډلې په نامه يادېدل. د دې ډلې ډېر كسان 20-30 كاله بهر پاتې شوي او د افغانستان د خلكو ستونزې يې نه په رښتياني مانا نه شواى احساسولاى. لكه چې وروسته وليدل شول،د دې ډلې ځنې كسان يوازې د دې له پاره كابل ته راغلي وو چې خپل جايدادونه په مليونونو ډالره وپلوري او بېرته لاړ شي.


4-              شمالي ټلواله( شورى نظار، جمعيت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي ، حركت اسلامي) او كېداى شي ځنې نورې  وسله والې ډلې.


كله چې امريكايانو په افغانسان يرغل وكړ، د شمالي ټلوالې مشرانو او قوماندانانو پيسې واخستې او د امريكا د زمكني پوځ په توګه يې په جګړه كې برخه واخيسته!


د (بن) غونډې پرېكړه كړې وه چې هېڅ پوځي ځواك به كابل ته نه ننوزي؛خو كله چې طالبان لاړل، دوى په كابل ننوتل، له (كولاب) او (خواجه بهاوالدين) څخه يې خپل (دولت اسلامي افغانستان) بېرته كابل ته راووړ او له رهبره تر عسكره ټول دولتي بستونه يې ډك كړل.


د (بن) د پرېكړو له مخې د افغانستان موقته اداره جوړه شوه چې مشر يې ښاغلى حامد كرزى و؛ خو واك عملاً د شمالي ټلوالې، جمعيت اسلامي او نظا شورى په لاس كې و. نظار شورى او جمعيت د موقتې ادارې څوكۍ داسې ووېشلې چې خپل ائتلافيون يې هم خپه نه كړل؛ خو هغه د چا خبره (اصلي او كليدي) وزارتونه او منصبونه يې ټول ځان ته ونېول او څو كسان يې د يوې ولسوالۍ خلك وو!


خير كله چې امريكايان او ملاتړي ( ناتووال) يې افغانستان ته راغلل د برياليتوب له پاره يې درې خبرې درلودې:


1- د افغانستان خلك له راز- راز جګړو څخه ستومانه شوي وو او هېله يې در لوده چې په سوله كې د خپل كور- كلي د بيا جوړولو له پاره مټې بډ وهي.


په افغانستان د شوروي پوځونو لس كلن خونړي يرغل، د جنګي تنظيمونو خپلمنځي جګړو، له مخالفينو سره د طالبانو اوږدو جګړو، د پرديو په لمسون كورنيو جګړو، فقر، لوږې، مهاجرتونو او راز – راز كړاوونو د افغانستان خلك ډېر بېوزلې او ستومانه كړي وو او هېله يې درلوده چې د ټوپك په ځاى بېل او كلنګ را واخلي او خپل وران هېواد بېرته ودان كړي.


2-    د امريكا او ناتو هيبت ډېر زيات و. امريكا د سړې جګړې د پاى او د شوروي اتحاد او سوسياليستي كمپ د نړېدو له امله د نړۍ په يوازنى زبرځواك يا ستر ځواك بدل شوى او د نړۍ د خوړلو اشتها يې درلوده.


 


3-    امريكا چې كوم شعارونه راوړي وو، ډېر په زړه پورې او ښكلي وو: د جګړې پاى،سوله، امنيت، ورورولي، په محاكمو كې عدالت، انصاف، ولسواكي، اساسي قانون، د قانون حاكميت، انتقالي عدالت، د ولسمشرۍ ټاكنې، د ملى شورى ټاكنې، ازاد مطبوعات، د ازاد  بازار اقتصاد او …


په هر صورت امريكا او ناتو د دې سترو انساني پلانونو دعملي كولو له پاره موقته اداره جوړه كړه. دغه اداره په دولتي مناصبو او امكاناتو باندې د (چور) د تګلارې په اساس جوړه شوې وه او په هېڅ توګه يې د داسې افغانستان د اداره كولو وس نه درلود چې تېرو 21 كلنو جګړو ټوكر- ټوكر كړى و او په هېواد كې د پرديو د استخباراتو اجنټان په سرو سترګو ګرځيدل.


كه دلته يو مثال راوړو بده به نه وي. په افغانستان كې د موقتې، انتقالي او بيا انتخابي  حكومتونو په ډېرو مياشتو او كلونو كې د ننګرهار غوندې مهم ولايت نيمايي چارواكي بېسواده او كم سواده كسان وو! د يوويشتمې پېړۍ د مخابراتو او مخابراتي تكنالوژي د انقلابي كلونو په پيل كې د ننګرهار د مخابراتو رييس بېسواده و او (تفداني) يې په ( كمپيوټر) ښه بلله!


په افغانستان كې د كمزوره دولت جوړېدل، د خلكو سترې هيلې په اوبو لاهو كړې. انتقالي عدالت عملي نه شو او جنګي مجرمينو د خپل برائت سند په خپل لاس جوړ او لاسليك كړ.دولتي منصبونه د ضوابطو په ځاى د روابطو پر بنسټ وويشل شول، په هېواد كې د حساب وركولو كلتور په صفر ضرب شو او ځينو خولا فكر كاوه چې د ټول افغانستان د مالكيت قباله يې ګټلې ده. قوانين جوړ شول؛ خوعملي نه! ډېرو كسانو ځانونه او خپل خپلوان له قانونه پاس ګڼل او قانون ته يې د توتو ارزښت نه وركاوه، په دولتي امكاناتو چور ګډ شو، لوى-لوى قراردادونه د چارواكو په پچه وختل، د حلالو او حرامو توپير له منيځه لاړ، په تقوى او قناعت سرې كرښې وكاږل شوې او د ډېرو پيسو ګټل په اساسي قانون بدل شول.


مليونونه جريبه يا هكتاره دولتي زمكه غضب شوه، د پاركونو په زمكه غير قانوني ودانۍ جوړې شوې، څلور- څلور ښځې ضرور وګڼل شوې او چارواكي لاړل د سروزرو، سپينو زرو، بنګلو، بانكونو، ښارګوټو، امنيتي كمپنيو، قراردادونو او ډالرو په هوس كې داسې ډوب شول چې خپل جهادي يا اروپايي ارمانونه يې تر پښو لاندې  كړل او د دولت او ولس تر مينځ يې د بېلتون او كركې داسې واټن رامينځ ته كړ چې اوس يې نړۍ په ډېر ځواك او لګښت نه شي كمولاى.


دې واټن او كركې ناراضي ځوانانو، طالبانو او د افغانستان د دولت او په افغانستان كې د بهرنيو د حضور رنګارنګ ليرو او نژدې مخالفينو ته دا موقع په لاس وركړه چې ټوپك واخلي او خپل پټ مخالفت په مخامخ مخالفت او جګړه بدل كاندي. په دې توګه وينو چې په تېرو لسو كلونو كې په افغانستان كې د جګړې له پاره يو نوى نسل راپورته شو چې سرښندنه يې هيڅ حد نه پېژني او نړۍ يې اريانه كړې ده.


بل لور ته ځنې هغه شعارونه چې امريكا له ځانه سره راوړي وو، غلط، دروغ او غير عملي ثابت شول. په ټاكنو كې پرله پسې درغليو د ولسواكي ښكلى مخ تور كړ . اجتماعي عدالت هېر شو، د ازاد بازار د اقتصاد په لوبه كې ( ډېر پكې خانان شول، د چا لاړې ارتينې پكې) يو څو كسان مليونران شول؛ خو د افغانستان عام خلك د پولۍ ټك ته كېناستل. د ښځو د حقونو له پاره ډېر تبليغات وشول، د داسې عنعنوي هېواد په پارلمان كې د ښځو له پاره %25 سيټونه بېل شول چې عام ولس لا د داسې پرمختګ له پاره فكري اماده ګي نه لري، ازاد مطبوعات جوړ شول؛ خو ډېر يې د امريكا او ايران په پيسو چې د ملي تفرق  له پاره كار كوي اوهېواد له نويو_ نويو ستونزو سره مخامخ كوي.


د امريكا يي شعارونو نه عملي كېدلو خلك نور هم له دولته ليرې او د ولسواكي د سالم تطبيق په پروسه بې باوره كړل او داسې فكر پيدا شو چې امريكا ولسواكي د ولسواكۍ د مخالفينو او دښمنانو په لاس جوړوي او ښكاره خبره ده چې كوږ بار تر منزله نه رسيږي!


په هرصورت د كمزوره حكومت كارونو حتى هغه پرمختګونه هم تر سيوري لاندې راوستل چې په دې تېرو كلونو كې په افغانستان كې شوي وو او مثبت بلل كېدل.


د حكومت كمزورتيا، بيساري ادارې فساد، بې امنيتي او د امريكايي شعارونو نه عملي كېدلو، جګړه زياته كړه او د وسله والو مخالفينو صفونه پياوړي شول. د دې مخالفينو د ګوريلايي جګړو له امله د امريكا او ناتو سترو- سترو نومونو ته زيان ورسيد، د هيبت دنګه ماڼۍ يې زيانمنه شوه او نور نو نه ماتېدونكي ځواكونه نه بلل كېږي او په افغانستان كې د ننه او بهر داسې فكرونه پيدا شوي دي چې امريكا او ناتو په افغانستان كې د برياليتوب چانس نه لري او د وتلو له پاره پلمې لټوي.


په داسې شرايطو كې له ډېره وخته راهيسې د سولې په اړه خبرې كېږي.ښكاري چې د افغانستان دولت له جګړې ستومانه شوى دى. دولت غواړي چې هېواد ارامه شي او د اقتصادي پروژو د عملي كولو وخت ومومي چې عوايد يې د سباني او بې له بهرنيانو افغانستان لګښتونه پوره كړاى شي. امريكا او ناتو هم غواړي چې له منځلارو طالبانو سره روغه وكړي او ځان ته د اوړو يوه پزه جوړه كړي. بل لور ته طالبان كه څه هم چې د سولې په اړه به زغرده څه نه وايي؛خو د سولې عالي شورى يې  رد نه كړه او كېداى شي چې د نورو مخالفينو په ګډون د سولې په اړه يو ډول تمايل وښيي.


د سولې له پاره سيمه ايزه مينه هم پياوړى ښكاري؛ ځكه د افغانستان د جګړې اغيز ورو- ورو له پولو څخه وځي او په سيمه كې لمن غوړوي. د پاكستان ډېرې سيمې ناكراره دي. د پاكستان ستر حريف هندوستان د امن احساس نه كوي، په ايران كې چاودنې او يرغمل نيونې پيل شوې او كېداى شي چې دا ناكراري نورې هم زياتې شي او د تاجكستان په (رشت) كې دوه- درې جګړې وشوې او تر پنځوسو زيات دولتي سرتيري پكې ووژل شول.


كېداى شي چې دا عوامل د ګاونډيو هېوادونو مشران هم دې ته اړ باسي چې د هغه هڅو ملا تړ وكړي چې په افغانستان كې د سولې له پاره پيل شوى او راتلونكى يې لا تياره ښكاري.


د افغانستان جګړه كورني عوامل لري. خلك له دولته خپه دي، په واك كې ټولنيز عدالت نشته، د هېواد يو شمېر فكري بهيرونه له واك څخه بهر پاتې دي، اقتصادي پرمختګ سست دى، خلك دولت په خپل زړه او كور كې نه ويني. د بهرنيو پوځونو خپلسري عمليات او ملكي تلفات خلك هره روځ له دولته ليرې كوي؛ خو دا جګړه لا له دې هم ژورې ريښې لري. د دولت د مخالفينو فكر چې په سلګونه كاله يې له ښارونو او تمدن څخه ليرې په كوچياني بڼه يا په كليوالو سيمو كې ژوند كړى او له مكتب، روغتون، لوړو زده كړو، پوهنتون، سړك، سوداګري، راديو، ټلويزيون، اخبار، تمدن او مدنيت څخه ليرې پاتې شوي، تر ډېره وخته پورې د نوي ژوند، مدرنيتي او د ژور ټولنيز بدلون په وړاندې خنډ جوړيدى شي. له روسانو او خلقي- پرچمي غورځنګ سره مخالفت هم په همدې فكري ظرفيت كې وده وكړه او شوروي اتحاد يې دړې وړې كړ.


چې خبره سپينه كړو طالباني فكر د افغانستان په ډېرو سيمو او په ځانګړي توګه په جنوبي او ختيځو سيمو كې پلويان لري او په حقيقت كې د روانې جګړې ظرفيت په همدې ولس كې پروت دى. دا ولس بايد په دې ګناه ونه وژلى شي، بلكه له دوى سره مرسته وشي چې پرمختګ او بدلون ته چمتو او د نوي ژوند جوګه شي.


دا خبره مو ځكه وكړه چې د سولې عالي شورى بايد دې ټكي ته متوجه اوسي. بله خبره دا ده چې د افغانستان خلك په خپلو سيمو او هېواد كې بهرني پوځونه نه شي زغملاى. له پرديو سره د افغانستان د خلكو تاريخي مخالفت د دولت اوسني وسله وال اپوزيشن  ته قوت وركوي او دوى نورو جګړو ته هڅوي. په كار ده چې دا پوځونه په افغانستان كې قانوني شي او د پاتې كېدلو يا وتلو له پاره يوه ملي اجماع مينځ ته راشي.


 د افغانستان په دولت كې ډېر كسان نه مسلكي دي، نه متخصص، نه متعهد او د زور او مصلحتونو له مخې په كار ګومارل شوي دي. ځنې دا كسان دا لس كاله د دې ولس په اوږو سپاره گرځي.ځينو دغه ښاغلو له طالبانو او حزب اسلامي سره اوږدې جګړې كړي او سولې ته ډېر ليواله نه ښكاري. دا خلك په همدې جګړه كې چاغ شوي او  په جګړو كې پيسې ګټي.دا عوامل بهرنيانو ته موقع په لاس وركوي چې د دولت مخالفينو ته وسلې او پيسې وركړي او جګړو ته يې هڅوي.


چې خبره لنډه كړو د سولې د شورى په مخكې درنه دنده پرته ده. شورى دې دولت ته ووايي چې مطروحه شرايط يې ډېر درانه دي. مخالفين د ولسواك نظام ټول ارزښتونه، اساسي قانون او بهرني پوځونه نه مني؛ خو داسې ارزښتونه شته چې دواړه خواووې خبرو ته وهڅوي. اسلام، افغانستان، ګډ تاريخ، ګډه جغرافيه، ګډ ملي دودونه، ګډ تاريخي وياړونه، ګډ اتلان، د ماشومانو ګډ سرنوشت او نور داسې ارزښتونه شته چې دواړو خواوو ته د درناوي وړ دي او كېداى شي چې د خبرو له پاره ښه زمينه برابره كړي.