کور / تازه خبرونه / هلمند : د ٢ وسله والو د وژلو او يو شمېر نورو د نيولو ادعا وسوه

هلمند : د ٢ وسله والو د وژلو او يو شمېر نورو د نيولو ادعا وسوه

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په هلمند ولايت کي يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي دوه وسله وال وژلي او يو شمېر نور يې نيولي . د خبرپاڼي په حواله چي ياد کسان يې د دې ولايت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي د يو لړ استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولي . په خبرپاڼه کي يادونه سوې چي په دې عملياتو کي د وسله والو له لوري وسله وال مقاومت هم سوى او هم د بهرنيو او افغان ځواکونو لاس ته د وسله والو يو شمېر وسلې لاس ته ورغلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري د وسله والو طالبانو سيميز وياند څه نه دي ويلي .