تېره ورځ د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ اوونيزه امنيتي غونډه وسوه چي پکښي د ملي امنيت رئېس ، امنيه قومندان ، د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال، د امريکايي ځواکونو وظيفوي قومندانانو او د ايساف قومندانانو ګډون کړى وو.
په غونډه کي کندهار والي د امريکايي ځواکونو څخه په ارغنداؤ ولسوالۍ کي د يوه افغان دولت ضد مخالف کس د وژني په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه (( له هر ډول بندي سره بايد په بند کي د ټولو نړيوالو قوانينو سره سم انساني چلند وسي او ورته د بندي حقوق ورکول سي))
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا همدا راز د ننۍ اوونيزي غونډي پر مهال په کندهار ښار او ولسواليو کي د امريکايي او ايتلاف ځواکونو له خوا د شپې له خوا ترسره کېدونکي عمليات د افغاني قانون او افغاني دودونو سره په ټکر کي وبلل او غونډي ته د امريکايي ځواکونو له رابلل سوي قومندانانو څخه يې په کلکه غوښتنه وکړه څو په راتلونکي کي ټول دا ډول عمليات د افغان ځواکونو سره په همږغۍ تر سره کړي او د هغو افغان ژباړوونکو پوره هويت افغان ملي امنيتي ځواکونو ته وښيي کوم چي په دې ډول عملياتو کي برخه اخلي ځکه د والي په وينا په ډيرو دا ډول عملياتو کي د پلټني پرمهال له پلټل سوي کور څخه قيمتي سامانونه او زيورات وړل سوي چي بيا وروسته د کور خاوند ته نه دي سپارل سوي.
والي وويل (( ددې لپاره چي په پلټل سوو کورونو څخه د قيمتي شيانو او زيوراتو وړلو او د کور د خاوند د تورونو مخه مو نيولې وي اړينه څو د کور د پلټني څخه وروسته د کور مالک ته د قيمتي سامانواو زيوراتو په اړه يو ليک وسپارو څو دواړي غاړي ور څخه د ثبوت په ډول ګټه پورته کړي.
يادي امنيتي غونډي ته په کندهار کي د امريکايې وظيفوي ځواکونو رابلل سوي قومندان جنرال حاج وويل چي د ارغنداؤ په ولسوالۍ کي د افغان زنداني په وژنه تورن امريکايي سرتېرۍ دا مهال بې اسلحې او ورڅخه د ملي امنيت او ايتلاف ځواکونو ګډ پلټوونکى ټيم پلټنه کوي چي تر بشپړېدو وروسته به يې پوره معلومات او څرګند لامل د ټولو افغاني امنيتي قواو په واک کي ورکول سي.
د ملي امنيت رئېس پخپل راپور کي وويل چي تېره اوونۍ يې د برياوو ډکه وه ، ورپسې د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال په ژړۍ، پنجوايې او ارغنداؤ ولسواليو کي د همکارۍ تر تدابيري پلان لاندي چاڼيز عمليات بريالي وبلل ، د درېيمي لوا قومندان جنرال مرتضى په ټوليز ډول د ژړۍ ولسوالۍ د لاري امنيت سم وباله او وويل (( د ژړۍ ولسوالۍ په نلغام، سنګسار او تلقان سيمو کي د ٦ کيلو ميتره اوږدوالي او ١٢ ميتره سور په درلودلو سره په پاخه او اساسي ډول سړک جوړيږي چي ور سره به د پاخه سړک د نه شتون په برخه کي د سيمي د خلکو ستونزي حل سي او هغو کسانو ته به چي په مځکو او باغونو کي يې سړک تيريږي د ورځي په قيمت نغدي پيسې ورکول سي.