لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ ايتلافي او افغان ځواکونو درې کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل . دخبرپاڼي په حواله چي ياد ماينونه يې د دې ولايت په ميوند ولسوالۍ کي د سړک په غاړه کي ځاى پر ځاى سوي ول چي وروسته موندني د ايتلافي ځواکونو له لوري له منځه يووړل سول .