کور / تازه خبرونه / هلمند : د يوه وسله وال د وژلو او يو لړ نورو د نيولو ادعا وسوه

هلمند : د يوه وسله وال د وژلو او يو لړ نورو د نيولو ادعا وسوه

بهرني ځواکونه وايي چي په هلمند ولايت کي يې يو تن وسله وال وژلى او يو شمېر نور يې نيولي . د دې ځواکونو په وينا چي بهرنيو او افغان ځواکونو غوښتنه هغه طالب قوماندان په مارجه ولسوالي کي د عملياتو په ترڅ کي ونيسي چي پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندي يې بريدونه ترسره کول او هم يې طالب جنګياليو ته پيسې برابرولې . د نوموړو ځواکونو په وينا چي دا کار يې د يو لړ استخباراتي کړيو پر بنسټ ترسره کړى .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه پوري په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .