لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د څانګي څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پکتيکا ولايت کي يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي تر لسو زيات وسله وال وژلي . د خبرپاڼي په حواله چي بهرنيو او افغان ځواکونه د دې ولايت په ځيرک ولسوالۍ کي د حقاني شبکې په يوه کس پسي چي لوژستيکي توکي يې طالب جنګياليو ته برابرول پلټنه کول چي په پايله کي يې ياد کسان ووژل سول . د خپرپاڼي په حواله چي ياد کسان يې د يو لړ استخباراتي کړيو پر بنسټ وژلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .