د پاکستان د سند ايالت په کراچي ښار کي د وسله وال تاوتريخوالي له امله پر تګ راتګ باندي بنديز لګېدلى دئ.
د کراچي پوليس وايي دغه ګام يې په ښار کي د وروستي تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر پورته کړئ دئ.
بايد وويل سي چي په کراچي ښار کي له تيري يوې مياشتي راهيسي يو ځل بيا د ترورونو لړۍ شروع سوې ده چي اکثريت قربانيان يې پښتانه وي.