د چیلی د مسو د کان د کارګرانو د ژغورلو په عملیاتو کی « جورج ګیلی ګولوس » یوولسم نفر وو چی وژغورل شو هغه ۵۶ کاله عمر لري او پدی وروستیو دوه و میاشتو کی د مختلفو صحی ستونزو سره مخامخ وومګر پدی مودی کی جورج خپل صحی حالت ، نه ،بلکه د خپلو بچو د تعلیم او تربیئ حالت ځوراوه له همدی وجی هغه د ځمکی لاندی نه د چیلی د ښوونی او روزنې وزیر ته یو لیک واستوه او د خپل لیک په یوی برخی کی یی داسی ولیکه : ( زه د خپل زوی او لمسیانو د دتعلیم حالت اندیښمن کړی يم ۰۰۰ )
د چیلی مقاماتو هم بی له کوم ځنډه د جورج غوښتنې ته پام واړوه او د کان په سیمئ کی چی د جورج کورنئ هلته په یوی خیمی کی ژوند کاوه د هغه د لمسیانو او نورو کوچنیانو لپاره یو موقتی وړکتون پرانیست ۰
جورج ته د خپل صحی او د ورځني ژوند د ستونزو نه د خپل ماشومانو تعلیم او سبق زیات ارزښت درلود، د ښاغلي جورج د دی اندیښنۍ سره هرچاته افغانستان کی د ملیونو هغو ماشومانو حالت را په سترګو شي چی نن سبا د تعلیم او تربیی له نعمت نه محروم پاتی دي ، د رسمي احصایو له مخی په افغانستان کی اوس پنځه ملیونه او دری سوه زره د ۷ او ۱۸ کلوتر منځ ماشومان او تنکی ځوانان د ښوونځي نه محروم پاتی دي ،د ښوونی وزارت د احصایی له مخی افغانستان کی اوس ۶۵۰ ښوونځي یا د دولت د مخالیفینو لخوا سوزیدیلی او یا هم د امنیتي دلایلو له کبله تړل شوي دي البته دا ټول رسمي احصایی دي دغیر رسمي احصایو پر اساس وضع تر دی هم دردونکی دی، پداسی یو هیواد کی چی پنځه ملیونه ماشومان یی بیسواده وي هغه هیواد به څه راتلونکی ولري ؟
ښوونه او روزنه د ناپوهئ او جهالت په مقابل کی یوه موثره وسله ده له همدی امله د اسلام مبین دین هم خپلو پیروانو ته دپوهی د زده کړی امر کړی حتی که چین کی وي، « چین هغه وخت لری ځای وو » د ښوونی او روزنی له نعمت نه د یو هیواد د کوچنیانو محرومول په حقیقت کی یوهیواد جهالت کندی ته د غورځولو معنا لری،هغه انسان چی پوهه ونلري څرنګه به خپل ژوند سمبال کړي خپل وطن نه به دفاع وکړي د هیواد داقتصاد څرخونه به مخی ته بیایی او بالاخره د خپل ټولنی یو مثبت او فعال غړی شي ۰
د یو هیواد سره ددی نه بله لویه جفا او دښمني نشته چی د هغه هیواد د کوچنیانو پر مخ دښوونځيو دروازی وتړل شي ځکه دا نه یوازی د یو هیواد حال بلکه راتلونکي سره هم دښمني ده او دچیلی دځمکی لاندی ایسار شوی کارګر ښاغلی جورج د تعلیم له اهمیت نه پوره خبر وو چی د خپلوماشومانو د ښوونی او روزنی حالت اندیښمن کړی وو.
دچیلی په هیواد کی د ایسار شوو کارګرانو د ستونزې بریالې پایته رسیدل او دی ستونزې ته د هغه هیواد دجمهور رئیس ښاغلي سبستن پنیرا خاصه پاملرنه د د ی سبب شو چی د خلکوپه منځ کی د چیلی د ولس مشر ګرانښت نورهم لوړ شي، جمهوررئیس پنیرا پدی بریالی شو چی له دی پیښی نه د هغه هیواد دملی یووالي په ټینګیدو کی ګټه پوره کړي
د ژغورنی په عملیاتو کی نژدې ۳۰۰ تنو کارکونکو ګډون درلود او د کارګرانو د ژغورلو په لاره کی د ۶۹ ورځو په ترڅ کی څه د پاڅه ۲۲ میلونه ډالره پیسې مصرف شوې خو جمهوررئیس پنیرا اعلام وکړ چی د پیسو لګول کومه ستونزه نده هغه هیواد به د خپلو ۳۳ تنو کارګرانو د ژوغورلو لپاره د اړتیا په صورت کی نوری پیسی هم وکاروي ،پدی هلوځلو کی نه یوازی د چیلی بلکه د نړي دیو شمیر نورو هیوادو انجینرانو ،د برلین د « سنټر روک » له کمپنئ نه نیولی بیاد امریکی د« ډینور » د سیمی تر څاه کیدونکو ټیم پوری فعاله ونډه درلود.
د کیندل سوي تونل له لاری د کارګرانو راویستل په مجموع کی ۲۲ ساعته او ۳۷ دقیقی وخت ونیوه یعنی هر کارګر د یو ساعت نه په کم وخت کی د ځمکی سر ته راوړل شو، په اول کی دی کار لپاره د ۳۶ نه تر ۴۸ ساعتو پوری وخت په پام کی نیول شوی وو مګر د ژغورنی عملیات د اټکل سوي وخت نه ژر سرته ورسید.
۱۸ کلن « فلورانسو» لمړی کارګر وو چی د ژغورنی د کپسول په واسطه ځمکی سر ته راوړل شو، ۱۹ کلن « جیمي » هم دنورو نه مخکی د ځمکی سر ته راوخوت ، دهغه کور کی یو میاشت مخکی خدای یو ماشوم زیږولې چی جیمی خپل ماشوم باندی امید یاد هیلی نوم ایشئ دی ،« پینا » دولسم ایسار شوی کارګر وو چی د ۶۹ ورځی د ځمکی لاندی دکړاونو نه د ډک ژوند نه وروسته یو وار بیا د لمر شوغلی ورباندی ولګید، اوس « پینا » هغه پخوانی د کان یو عادي کارګر ندی د یونان یوئ کمپنئ لا پخوا هغه ته یونان ته د راتګ بلنه ورکړی، دکارګرانو په ډله کی «کالوس ممني » یوازنئ بهرنئ کارګر وو چی نورو کارګرانو سره د ځمکی لاندی ایسار پاتی وو هغه د بولیوا نه راغلی اود سن جوس د مسو په معدن کی کار کاوه، د بولیوا جمهور رئیس ښاغلې « ایو مورالیس » شخصا دخپل هیواد د یوکارګر د تسلیمیدو لپاره چیلې ته ورغې مګر وروسته بیا وپتیل شو چی بولیوا ئی کارګر دی هم لکه نورو غوندی د طبی معایناتو لپاره روغتون ته یووړل شي او له همدی وجی ممني هم دوه ورځی د چیلي په یو روغتون کی تیری کړئ
۰
د ۳۳ تنو کارګرانو په جمله کی ماریو د ۶۳ کلو عمر په لرولو سره د ټولو نه مشر کارګر وو هغه پدی مودی کی د ځکر ناروغي نه رنځیده، د ژغورنی نه وروسته ټول کارګران د هلیکوپتر پواسطه طبی معایناتو لپاره روغتون ته یوړل شو د چیلی د روغیا وزیر وروسته څرګنده کړه چی د دوه دریوو کارګرانو نه پرته د نورو صحي حالت د ډاډ وړ ده او هغوئ د دوه و ورځو نه وروسته کولی شي خپلو کورنو ته ستون شي، وروستی کارګر چی وژغورل شو د ایسار شوي کارګرانو لیدر وو چی« لویس ارزوا » نومیده هغه د دوه و میاشتو په موده کی نه یوازی دا چی د ایسار شوو کارګرانو ورځنی ژوند تنظیموه بلکه هغوي ته یی روحی قوت هم ورکاوه خو کله بیا چی ځمکی ته د راوتلو وار ورسیده لویس وویل : (زه غواړم وروستی ا ووسم) هغه هلته تر ټولو نه زیات وخت تیر کړاو پدی حساب هغه د ځمکی لاندی ژوند کی نوی ریکارد ټینګ کړ۰
پای