کور / خبرتیا او پيغامونه / د پونې د افغان محصلينو مننلیک

د پونې د افغان محصلينو مننلیک

د هندوستان د پونې ښار نه د بې له کومې وجې د افغاني محصلینو ویستنې د ټولو محصیلینو په زړونو کې ویره خپره کړې وه.
دا ځوان محصلین چې د هیواد راتلونکي دي له دوی څخه ددوی تعلیمي حق اخیستنه زموږ د هیواد او د دغو ځوانانو د راتلونکي سره یو ډول لوبه کونه ده.
په تیرو څومیاشتو کې د لسګونو افغان ځوانانو بلاوجې له هندوستان څخه ویستنې او د نورو لسګونو د نومونو په لسټ کې شاملونې دلته د ټولو محصیلینو خوبونه نارامه کړی ول.
په دغو محصیلینو کې یو چې ښاغلی ریاض سادات وه.
د ریاض سادات په ویستنه کې به مې چې له پولیسو څخه د ده علت وپوښت هغوی به ویل چي د ډهلي نه د کابل په لور په ویستنه کې ورته علت ور معلوم شي.
خو اوس یې د ریاض سادات نه د هندوستان څخه د لیګدونې امر بیا واخیست چې په کومه برخه کې د پونې د افغاني محصیلینو د مشرتابه به حیث د ټولو مخورو، پارلمان، دولتي چارواکو او د هغو رسنیو لکه (بینوا، ټول افغان، لراوبر د امریکا غږ او د شمشاد تلویزیون) او په نړی کې له هغو ټولو افغاني زدکونکو څخه په درنښت د زړه له کومې مننه کوم چې زموږ غږ یې اوچت او د ټولو غوږونو ته ورساوه.
موږ تل د ستاسو د لازیاتو همکاریو په تمه یو او همدا تاسو یاست چې زموږ ستونزه مو راحل کړه.
ریاض سادات ته په هندوستان کې د پاتې کیدنې چانس د افغاني محصیلینو د غږ آوریدنې او د دوی د راتلونکی د ساتنې فخر وربښي.

څه به زه یم څه به وي صفت زما
ستا په لاس کې دی عزت عزمت زما

د ښمنان که مئ د سر د ویښتو ډیر شي
خدایه ته به مې ساتې تل عزت عزمت زما

ستاسو ټولو نه یوه نړی مننه
ستاسو ورور (سیدا آصف هاشمي)