د افغانستان بانک رئيس عبدالقدير فطرت په هيواد کي پر ټولو شخصي بانکونو ږغ کړى، چي مرکزي بانک ته د خپلي بانکي حسابونو په هکله معلومات ورکړي.
ښاغلي فطرت د رويټرز آژانس ته ويلي چي تيره مياشت يې د کابل بانک د ټولو حساب او کتاب په باب پلټنه درلوده.
د افغانستان بانک رئيس پر داسي مهال دغه ږغ پورته کړى، چي د کابل بانک تر ډيوالي کېدو وروسته دغه بېره پيدا سوه چي د خلګو باور به پر شخصي بانکونو باندي لږ سي.
کابل بانک چي د افغانستان لومړنى او تر ټولو غټ شخصي بانک وو، د راپورونو له مخي پخواني رئيس يې د بانک د مشتريانو له حسابونو څخه ٣٠٠ ميليونه ډالره په خمار کي وبايلې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه