د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيد عمر رسنيو ته ويلي چي د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چي له دې وروسته به تر وزير را لاندي تر ټول لوړ پوړي مامورين د آزاد رقابت له لاري پر دندو ټاکل کېږي.
نوموړي ويلي چي د وزيرانو د معينانو، واليان، ښاروالان، رئيسان او نور مامورين ټول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسون ادارې له خوا د زدکړو، تجربې او کاري وړتيا پر اساس د امتحان ته ورکولو وروسته ټاکل کېږي.
تر دې دمخه به معينان، واليان، امنيه قومندانان، رئيسان او ښاروالان ټول د ولسمشر په فرمان ټاکل کېدل، چي د وحيد عمر په وينا له دې وروسته به د آزاد رقابت له لاري انتخابېږي.
د افغانستان حکومت دغه ګام پر داسي مهال پورته کوي، چي په نړۍ واله کچه اوس هم د فساد او اداري کمزورۍ تورونه پر لګول کېږي.