کور / تازه خبرونه / ډېرى سويډنيان له افغانستان څخه د پوځيانو ايستل غواړي

ډېرى سويډنيان له افغانستان څخه د پوځيانو ايستل غواړي

په سويډن کي د دې هيواد له اوسېدونکو څخه په افغانستان کي د پوځي ماموريت په هکله پوښتنه سوې چي شاوخوا پنځوس فيصده يې له افغان ماموريت سره مخالفت ښودلى دئ.
دغه سروې چي د سويډن په مطبوعاتو کي خپره سوې ده، ٤٧ فيصده کسانو ويلي چي د دوى پوځيان دي له افغانستان څخه ووزي، ٣٦ فيصده ويلي چي پوځيان دي يې پاته سي او پاتي نورو بې طرفي څرګنده کړې ده.
سويډن په افغانستان کي ٥٠٠ عسکر لري، چي د حکومت په وينا يې تر هغه وخته به په افغانستان کي پاته وي چي افغان ځواکونو ته واک سپارل کېږي.