کور / تازه خبرونه / د ملګرو ملتو د پرمختيايي ادارې مشر د کندهار والي سره وکتل

د ملګرو ملتو د پرمختيايي ادارې مشر د کندهار والي سره وکتل

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې يا UNDP عمومي مشر، د همدې ادارې د سيمه ايزي حکومت دارۍ د پياوړتيا د پروګرام امر آنيل او ور سره پلاوي يې په کندهار کي د خپلو اړوندو ادارو د کارونو څخه د نژدې ليدني په موخه کندهار ته سفر وکړ او نن تر غرمې وړاندي يې د کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتله.
کندهار والي د ASGP ياد د سيمه ايزي حکومت دارۍ د څانګي کارونه دتير کال په پرتله ښه وبلل او زياته يې کړه ددې لپاره چي د سيمه ايزي حکومت دارۍ پروسه په بريالي ډول پر مخ ولاړه سي موږ په ښار او ولسواليو کي نوي مشاورين مقرر وو چي پروسه به يې ډير ژر پيل او په ښار او ولسواليو کي به نوي مشاورين په دندو وګمارل سي .
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې مشر کندهار والي ته وويل چي هڅه به کوي څو په کليواو بانډو کي د کليو د پراختيا او بيارغوني د رياست سره په ګډه د سيمه ايزي حکومت دارۍ د پياوړتيا لپاره کار کوي.
د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې د ياد پلاوي سره په ليدنه کي کندهار والي د پوليسو د ټولنيزو شوراګانو پروګرام طرحه د يوې مثبتي طرحي په نوم ياده کړه خو په کندهار کي يې د يادي طرحي پلي کيدل د امکان څخه ليري وبلل ځکه دده په وينا دا ډول طرحي يوازي په هغو هيوادونو او سيمو کي د پلي کيدو وړدي چيري چي نوري ټولي ستونزي حل وي .
کندهار والي د ولايتونو سره د مرکز نه همږغي ددې ډول پروژو د تطبيق په برخه کي د لويي ستونزي په نوم ياده کړه او زياته يې کړه چي د پوليسو د ټولنيزو شوراګانو د پروګرام د نورو ګټو په اړه به د خپلو نظامي همکارانو او امنيتي ارګانو سره وګوري .