د آى جې سي عامه اړيکو د څانګي څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کندهار ولايت په شاه وليکوټ ولسوالي کي يې د يوې ګزمې په درشل کي شاوخوا لس وسله وال وژلي . د خبرپاڼي په حواله چي کله د يو لړ استخباراتي کړيو پر اساس بهرني او افغان ملي اردو سيمي ته ننوتل د سپکو وسلو د مقاومت سره مخ سول چي وروسته د دې بريد په ځوابي ډزو کي ياد وسله وال ووژل سول . په خبرپاڼه کي د يو ژوبل تن د نيولو خبره هم سوې او همدا ډول يادونه سوې چي په دې عملياتو کي د دوى لاس ته وسلې هم ورغلي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه د دې سيمي څخه د حکومت او نه هم د طالبانو له لوري د کوم بريد يا مقاومت خبر نه دئ ورکړل سوى .