لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ارغستان په ولسوالۍ کي دوه تنه چي در ې ورځي مخکي د خپلو کورو څخه ايستل سوي ول تېره ورځ يې مړي د همدې ولسوالۍ د شنې څاه په سيمه کي وموندل سول . په خبرپاڼه کي يو تن عبيدالله او بل نعمت الله ياد سوي او په اړه يې ويل سوي چي عبيدالله په دې ولسوالۍ کي د ملي پيوستون د پروګرام ملاتړى و او نعمت الله کومه دنده په حکومت کي نه لرله .
په خبرپاڼه دا کار د اسلام خلاف ياد سوى . او په سختو ټکو د دې کسانو وژل غندل سوي دي .