د لوی الله په نامه
ډیرو درنو په وطن مینو لیکوالانو قلموالو شنونکو څیړونکو ادیبانو تاریخ پوهانو سیاستوالو او مخه ورو او واکمنو!
زه کله نا کله د بریښنا افغاني پاڼې ګورم او متوجه کیږم چې د پښتنو پر وړاندی يو قلمي او يو مطبوعاتي سازمان خپلې چارې پرته له هر ډول حیا او شرم په خورا سپین سترګتوب داسی پر مخ بیایی لکه پښتنانه چې پرو ن يا وړمه ورځ افغانستان ته د توپک او برچې په زور راننوتي وي او له سره يې تاجکان په عام قتل رسولي وي او د نړۍ ابر قدرت غواړي دا پښتانه پر دوي تحمیل کړي ۰
به ډګر نارې وهل چې افغان او افغانستان نه منم او د دیورند کرښه په رسمیاتو پيژنم او لوی ابدالي او غازي امان الله خان او داسی نور د افغانستان د سرتاج او اتلې څیرې دننه په افغانستان کی په ډګر او عام محضر کی غندم، پښتانه په شمال د افغانستان کی د اوسیدو حق نلری او پښتنو مونږه غصب کړي یو او ارواښاد مؤمند د همدې اصل په اساس خائین بولم او … او …. ، لطیف پدرام! دا پدرام او پدرام خیلان یو سیاسي پښتون ضده لوی سازمان دی چې ټولې هلې ځلې یې د یوازې د پښتنوپر ضددي اود کرزي صاحب د دیموکراسی تر سیوري لاندې د توپک په خوله خبرې کړي۰
دا جناب ولې له قانون کرزی او نورو افغاني قانون پوهانو او قونون ساتونکو او له څارنوالۍ او د افغان مطبوعاتو هیڅ ډول هېره او شرم په ککرۍ او خپل انساني ضمیر کی نلري؟ ولې افغانستان کی داسي مرجع او اصول او قانون نشته چې دده دا ډول غیر ملي خائینانه اعمالو په وړاندې قانوني اقدام وکړي؟ که لږه یې سپین ووایو ولې دومره یو انسان د افغان په صفت هلته نشته چې د افغاني هویت او ملي اتلانو او د ملي ژبې او ټاټوبي څوک پوښتنه وکړي؟
داځکه چې دی قوماندان عطا لري، صالح صیب لري قانوي، عبدالله او داسي نور لري! !
دا جناب ولې د پښتنو پر وړاندې کرکې ته لمن وهي؟
دا جناب ولې د افغانانو تر منڅ خونړۍ جګړه غواړي؟
دا جناب ولې د خپل ملي هویت نه سترګې پټوي؟
دا د کومې چینې اوبه دي چې له خوله یې دا بد بویه باد راباسي؟
دا کومي مګوي زور دی چې دی دا پورته پورته الوزي؟
په همدې ډول نورې پوښتنې هم درواخله!
دا هغه یو متحد سازمان دی چې پوهنځي او پوهنتون ته به دانشکده دانشګاه وايي پرچمی او اخوانی او شرقي مغربي ماویست او فاشیست یې سره سکه وروڼه کړي دي ۰
دا هغه سازمان دی چې جنرال او قمارباز چرسي او پروفیسور ډم او ملا یې په يوې غوری راټول کړيدي!
دا هغه سازمان دی چې علومی لري او عظیمي، ربانی لري او مسعود، مخدوم لري او سپنتا، دستګیر لري او قانوني، مزدک لري اوعبدالله ، فهیم لري او بسم الله! ځینه کدوان هم پکې شته خو عجبه ګټه ترې پورته کیږي او څه عجبه منفي او بده اغېزه لري او څه عجبه د لاس نڅونکو نانزګو په څېر یې نڅوي لکه چکري او سیاف ، قدیر او شیرزوی او په اوسني وخت خو شمېر یې له پخوا په څو ځله زیات شویدی چې ولې؟ دا بل بحث دی اوسمهال دې همدومره وي ۰
اوس پاتي شوو زه او ته! زه او ته، ای هغه انسانه چې افغان غواړی او افغانستان! ختیځ غواړی او لویدیځ او لر غواړی او هم بر! اوس زه او ته ای هغه افغانه چې ابدالی غواړی او غازی! زه او ته که د هېوادملي هویت پیژنو اوکه ځانونه مسئول بولو نو لاس تر ځنې کښیناستل باید یوه لویه او نه بخښونکې ګناه وبولو!
ګوره توپک لرو هم قلم، توره لرو هم ډال،زر لرو هم زرګر!
خو نه مو توپک د ټک دي نه مو قلم د لیکلو!
نه مو توره د توري ده نه مو هم ډال د زغرې!
دا څه ډول قحط الرجال وو چې د خپلې ملي ژبې او د ملي هویت څخه یې لا اقل دومره دفاع ونشوه کړائ چې د ښاغلي ځواکمن په خبره ،چې په اساسي قانون کې ولیکي پښتو به دافغانستان ملي ژبه وي، پښتانه یې پر دې خوښ کړل چې ملي مصطلحات به ساتل کیږي، خو دا څرګنده نه وه، نه شوه او نه ده چې دغه ملي مصطلحات به څه شی وي ؟
دلته زه د ټولو هغو قلموالو شننکو څیړونکو ادیبانو تاریخ پوهانو سیاستوالو او مخه ورو او واکمنو څخه چې د ملي ژبې ملي هویت احساس درد او حیثیت ورته ارزښت لري خپلې هلې ځلې ونسپموی تر څو د انارشیزم او فاشیزم او ملي نفاق او د ملي هویت د ورکیدو مخه ونیول شي او دسبا بچیانو ته مو تور تاریخ تور مخ او توره شپه نه وي پري ايښي۰
نو لدې امله د ټولو هغو لیکوالو چې افغان او افغانستان او دهغه ملي هویت ورته مطرح دی باید خپلې لیکنې د خپل هېواد او دخپل افغان ولس او د خپل پلرني ټاټوبي لپاره په پوره زیار خپل قلم او هلې ځلې په مېړانه او په ډ ګر وکاروي چې دا غمیزي د بل ځل لپاره تکرار نشي که نه بیا به داسي اوبه له ورخه اووښتي وي چې څه به مو څه دوسه نه وي پوره!
زه دغه دوې ماتې ګوډې کلمې د ښاغلي ځواکمن د لیکنې په اساس کوم چې زما یې هم مړ ضمیر راژوندی کړ او ځان مې هم مسئول وباله چې تر خپل حده چې څه مې د دغه کمزوري قلم له وسه پوره وي لیکم به يې!
غواړم د ښاغلي ځواکمن د لیکنې لینک بلنه درکړم هیلمن یم حتماًیې ولولئ تر څو پوه شئ چې خبره چیرته ده او پوه شئ چې مخدوم خان صیب او د هغه انډیوالان د بینوا او ټول افغان بریښنا پاڼې ولې بلاک کوي۰
http://www.larawbar.com/detail.php?id=17212