کور / تازه خبرونه / کلات: د ښار د درو کوڅو د پخولو چاري پیل شوې

کلات: د ښار د درو کوڅو د پخولو چاري پیل شوې

نن دورځي څه دپاسه پریولس۱۱بجي دزابل ولایت په مرکزکلات ښارکي ددروکوڅودپخولوچاري دزابل والي محمداشرف ناصري دپټۍ په پریکوسره رسمآ پرانستلې.
دزابل والي محمداشرف ناصري د مراسمو پر مهال خبریالانوته وویل چي دغه درې کوڅې دوه ۲کیلومیتره اوږدوالی لري، چي ټول مالي لګښت ورته څلورلکه نهه شپیته زره څلورسوه ۴۶۹۴۰۰امریکايي ډالره په پام کي ورته نیول شوى دى.
د نوموړي په وينا په دری۳میاشتو کي به يي درغولوچاري بشپړي اوګټي اخیستني ته به وسپارل شي.
دناصري په خبره چی ددي سړکانوپه پخولوسره به دزابل خلک په ښارکي دموټروددوړواودباران پرمهال به دخټوڅخه بیغمه شي اوښاربه يي ښکلا پیداکړي.
دیادولووړده چي ددې کوڅودسړکانودپخولوسره به په کلات ښارکي خامه سړکان پاته نه شي، د ښارڅلور۴سړکان تردي وړاندي په پاخه اواساسي ډول رغول شوي وو.