د کندهار چارواکي وايي په بولدک ولسوالي کي يې ١١٠ کيلوګرامه اومه چرس نيولي دي.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې پاڼه وايي دغه چرس په يوه کرولا موټر کي ځاى پر ځاى سوي وو، چي د سرحدي پوليسو له خوا ونيول سول، خو د توکو په لېږد تورن کس تښتېدلى دئ.
خبر پاڼه وايي دغه مواد د نشيي توکو سره د مبارزې ادارې ته سپارل سوي دي.
په کندهار کي د چرسو د نيولو دغه خبر پر داسي مهال ورکول کېږي، چي په ټول افغانستان کي د ځينو چارواکو په ګډون د پوليسو او پوځ په ليکو کي او همدا راز په عامو خلګو کي د چرسو څکول يو عام کار ګرځېدلى دئ او ورځ تر بلي يې معتادين زياتېږي.