په کابل ولايت کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په يولړ عملياتوکې پنځه تنه سړي تښتونکې نيول شوي دي.
له باګرام څخه دبهرنيوځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دغه عمليات وروسته له هغې ترسره شول چې څه موده وړاندې دغه کسانو د يو دولتي چارواکې ځوى تښتولى وو.
خبرپاڼه زياتوي چې ددغه دولتي چارواکې زوى دبرمته کوونکوڅخه پرته له کوم زيانه خوشي کړاى شو.