کور / راپور / دغازي محمد شاه خان بابکرخېل په ياد علمي سيمينار جوړ شو

دغازي محمد شاه خان بابکرخېل په ياد علمي سيمينار جوړ شو

                 
مهترلام ( د تلې ٢٤مه  ٨٩ ۱۳) : د افغان –انګليس د لومړۍ جګړې  اتل او نومیالي غازي محمد شاه خان بابکرخېل ياد د هغه په اصلي ټاټوبي لغمان کې، د يوه علمي سيمينار له لارې تازه شو.
دغه  يو ورځنى سيمينار، چې د لغمان میشتو  فرهنګيانو له خوا د ولايت په مېلمستون کې جوړ شوى و ، چې د ګڼو ولايتونو ادب پالو،شاعرانو او ليکوالانو هم  په کې ګډون کړى و.
د تاريخي رواياتو له مخې، اتل غازي د وزير محمد اکبرخان له  نږدې ملګرو څخه و.
محمد شاه خان بابکرخېل له هغو ملي  مبارزينو څخه و، چې د کابل د جرګې د مشرانو په مشوره يې د خپل قوم او عبدالعزيزخان جبارخېل په ملتيا په ګندمک ، جګدلک او تهزين کې د کابل –جلال آباد لويه لاره په انګريزانو بنده کړه او پر هغوى يې  مرګوني ګوزارونه وکړل .
محمد شاه خان بابکرخېل د مکناټن په وژلو کې هم اغېزمن رول ولوباوه او هم يې په خپله لويه کلا کې، چې عقل تمامه يې بلله، ګڼ شمېر انګريزان د بنديانو په څېر ساتلي و.
د پښتو ژبې تکړه لیکوال او نوموتي شاعر الحاج پيرمحمد کاروان ، چې په دغه سيمينار کې يې ګډون کړى و،  دغه شان سيمينارونه د ملي او تاريخي  شخصيتونو په راپیژندلو کې ارزښتمن وبلل .
 هغه وویل : (( موږ لوى- لوى  شخصيتونه لرو او له هغو  څخه ډير څه موږ ته په ميراث پاتې دي ، خو موږ له هغوى  نه ناخبره يوو، چې په داسې غونډو سره د هغوى له ژوند او مبارزو خبرېږو.))
په سيمينار کې د محمد شاه خان بابکرخېل د کورنۍ غړي ، ليکوال او شاعر اورنګ زيب ارشاد ،د هغه په مبارزو او ملي شخصيت علمي مقاله ولوسته .
د پښتو ژبې مشهور ليکوال پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار ،استاد محمد اصف صمیم ،د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون عمومي ریس زرین انځور او يو شمېر نورو ليکوالانو هم د بابکرخېل په ملي مبارزو خبرې وکړې .
د بينوا  فرهنګې ټولنې مسوول محمديار يار وویل چې داسې سیمینارونه د ځوانو فرهنګيانو ترمنځ  د پېژندګلوۍ لپاره ډير ارزښتمن دي .
ددانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ، چې ددغه سيمينار په جوړولو کې يې  ونډه درلوده ، وويل : (( دغه غونډه مو ددې هدف لپاره برابره کړې وه، تر څو خپل مخور شخصيتونه ولس ته په ډاګه کړو.))
د سيمينار په پاى  کې د لغمان د والي محمد اقبال عزيزي له خوا ټولو مېلمنو ته يوه یوه لنګۍ او يوه بکسه کتابونه ډالۍ شول.