کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې د ډیموکراسي پټلۍ لا نه ده جوړه

په افغانستان کې د ډیموکراسي پټلۍ لا نه ده جوړه


يوشمير کسان په افغانستان کې د ډيموکراسي پر بهير نيوکې کوي او وايي چې اوس هم په افغانستان ديموکراسي له زياتو ګواښونو سره مخ ده او دولت ورته سمه پاملرنه نه کوي. خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې ډیموکراسي له کومه شوه چې کوم گواښ بیا ورته پېښ وي؟


زه تاسو ته يو مثال درکوم ، څنګه چې پوهيږئ اوس په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ نشته ، ايا تاسو کولای شئ په افغانستان کې له اورګاډي کار واخلئ ؟ طبعاً نه!


نو که تاسو اورګاډی په زور سره د موټرونو پر سړکونو وچلوئ، تگ به یې ناممکنه وي. ډيموکراسي هم په افغانستان کې همداسې ده.


موږ هرکله په خپل هيواد کې د ډيموکراسي د پلي کېدو و غږ پورته کوو خو ايا تاسو ددې فکر کړی دی چې په هغه هيواد کې چې ستاسو په اند په کې ډيموکراسي ده، څومره وګړي يې باسواده دي ؟


ايا تاسو ددې فکر کړی دی چې هغو په څومره موده کې او په څومره زیار او کوښښ سره  په خپلو هيوادونو کې ديموکراسي پلې کړې ده؟


اوس مهال د افغانستان ډير وګړي بې سواده دي او داسې کسان هم شته چې خپله لور او حتی خپل زوی ښوونځي ته نه پريږدي، ايا هغه کسان چې په افغانستان کې د ډيموکراسي پر نه پلي کيدو نيوکه کوي، کولای شي دغه راز خلک د ديموکراسي په لار برابر کړي؟ زما په نظر دا کار له امکانه لېرې دی.


لکه د اورګاډي مثال مې چې په لومړي سر کې ورکړ ، راځئ چې په لومړي ګام کې افغانستان ته د ديموکراسي د راوستلو لپاره لارې جوړې کړو چې په هغه صورت کې به ډيموکراسي په خپله پلې شي يانې دا چې ديموکراسي په زور سره پر کوم ملت باندې تپل کيداې نشي بلکې که لارې يې جوړې وي پخپله راځي .


افغانستان ته د ډيموکراسي د راوستلو لپاره يوه مهمه لار، د سواد او زده کړې پراختیا ده. که يو څوک سم باسواده وي، خامخا له کتابه سره مينه لري  او هغه څوک چې مينه ورسره ولري خامخا يې لولي، او د کتاب په لوستلو ذهن روښانه او د بېلابېلو مفکورو د پېژندو لپاره چمتو کیدای شي. په نتیجه کې، د ټولنې د روڼ اندو یا روښانفکرو شمېر ډیر او د ټوپک پر ځای، د خبرو او قلم له لارې د خبرو زمینه برابرېدای شي. همدا ځای دی چې یو ولس د ډیموکراسي او یا هم بلې مفکورې منلو ته چمتو کیږي.


که تاسو ځیر شئ، موږ په افغانستان کې څو ډوله باسواده لرو: 


يو هغه باسوده کسان دي چې په کلي کور يې ليک او لوست کړی او نور له څه نه دي خبر او ښایي هغۀ ملا چې زده کړه ورکړې ده، هم په همدې توګه، په پټو سترگو، له بل چا زده کړه کړې وي. اوس نو دغه راز کسان څنگه کولای شي ډیموکراسي یا بله کومه پدیده چې د نوم اخیستل یې هم ورته گناه ښودل شوې، ومني؟


بل ډول هغه باسواده کسان دي چې له مسلکي پوهانو څخه يې په ښوونځيو کې زده کړې کړي. دوی د مذهبي علومو ترڅنگ، دنیوي علوم هم لوستي او کیدای شي د هېواد روڼ اندی پاټکی جوړ کړي.


د افغانستان په ټولنه کې د ډیموکراسۍ لپاره اوس دستي د منلو بستر نشته، د ډیموکراسي څخه هر څوک ډول ډول انگېرنې لري او داسې کسان هم شته چې فکر کوي ډیموکراسي یانې هر څه چې دې زړه وغوښتل ويې کړۀ او په همدې ذهنیت د ډیموکراسي په نامه هر څه کوي.


نو راځئ مخکې له دې چې د ډیموکراسۍ گاډی د خپل هېواد په ورانو او ویجاړو لارو روان کړو، لومړی ورته د تگ پټلۍ جوړه کړو او خپل ولس په دې پوه کړو چې نیکمرغي یې په څه کې نغښتې ده؟