په هره جرګه مو ټکی ټکی کیږي زړه
په هر فرمان مو لوېږي له کوګله زړه
خدایږودا بربوړکۍ به وي تر کومه
څومره به لا تشوي پر موږ خپل زړه
دوستانو دی دا ولکه خوشبویه کړه
له وږمې یې زموږ له خولې لویږي زړه
ته خپله تربوختو سکروټوته وهې لمن
چې په اور يې اور اخلی زموږ زړه
منه چې ګوربتان نشته په لوړو غرو کي
ډیر مه اخله په دی ګومان او خیال زړه
موږ چې ستا دا دسولې سرکس ته ګورو
کښانده مو دی په دې جوکرانو زړه
چې ستا د آس ګردۍ ځغاسته ګورو
نه لرو هیڅ یو د رسیدو ډاډ په زړه
داجوکران چې تا پرچچو غاړه کښېنولی
غروړی لري هغوی موږ ته په زړه
موږ ټوله درته وایو په یوه سلا د اکوبکو
دجوکرانو له ټوقو تورشوی دی زموږ زړه
زموږ اوس ستا په اکروباتو سر خلاصیږی
موږ نور راکښلي نه شو ازغی پرخپل زړه
سیلانیان ټوله درته غاښونه چیچي
ته نه اورې د هغو غړېچی د غوږپه زړه
راته ښکاري ستا په اوړو کې شګه
غاښونه مو مات شول اوس وار دی د زړه
زړه دی سوړ کړ په دې هیوادد بزرګانو
کله به سوړ شي له دې چوبکیانو ستا زړه
دسمبولیکو غونډو اوجرګو پروفیسره
خلاصه دی نه کړه یوه غوټه د ولس د زړه
ولس ته په ګوتو ښه کشمیر جوړوې
چې په کارغه کرک نیسې، نه يي دوه زړه
تا ډیر داسې نور کفنونه څیري کړي
په موږک ویروې تل دپړانګ دربېدلی زړه
په پښتنو دی مځکه سره کړه لکه غاټول
په چمن کې دی هریوه ته داغ ورکړ پرزړه
ړوند لا پوهیږي چې اوګره ده تروه
کله کله منه دا اوګره نه ده د ولس په زړه
تاداو د نظام دی برزګانو کوږ ايښي
ستا کارونه هم کاږه دی کوږفکر کوږ زړه
چې یې ډیر وژلی هغه تا ته حق دار دي
قدر دان ولس غواړی تاته هم خوږ د زړه
دلته دود دی په سوټي لیری کوی آغاګان
ځکه یو نه دی تللی تر اوسه په خپل زړه
پوهیږو ته بیا خیال لري د زوم کیدو
درپه زړه کوم ،په ناوی مه تړه نور زړه
کنايي
زړه لویدل ( ویره)؛زړه سړول( کست اخیستل)؛زړه ماتیدل( ناامیده کیدل)؛زړه ورکول ( عاشق کیدل)؛زړه توریدل ( ناامیدي یا بیزاري)؛دزړه غوټه خلا صول ( غم لیری کول )؛زړه پر ټکۍ ټکۍ کیدل( ټوټه ټوټه کیدل)؛زړه پوره کول( خاطر جمع)؛ زړه کښانده ول( ګډوډ)؛د زړه ډاډ( اطمنان)؛ زړه دربول( وسواس)؛دوه زړه کیدل( متردد)؛زړه اچول( ویره)؛زړه تورن( کرکه ) ؛ په زړه کې غروړی درلودل( کینه)؛ لوی زړه( سخاوت)؛ازغی پر زړه راکښل( تحمل)؛ مځکه پرې سره کول( عذاب ول)؛ ور په زړه کول( په یادول)؛زړه تشول( غوسه)؛ زړه اخیستل(جرات کول)؛زړه اور اخیستل( تږی)؛