د کندهار چارواکي وايي په ژړۍ ولسوالي کي يې د تصفيوي عملياتو پر مهال د طالبانو دوه ګروپي قومندانان وژلي دي.
د کندهار د ولايت مقام خبر پاڼه وايي دغه قومندانان د د ژړۍ ولسوالۍ د ريګ په کليو کي وژل سوي چي يو يې کاکا عبدالخالق نومېدئ او بل په کاکو مشهور وو.
خبر پاڼه وايي د همدې ولسوالۍ د سياچوب په کلي د ملارحمت الله په نوم يو بل قومندان ټپي سوئ هم دئ.
طالبانو لا تر اوسه د دې ادعا په باب څه نه دي ويلي.