د ناټو ځواکونه وايي پرون د شنبې په ورځ يې د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کي يو عسکر د ماين په چاودنه کي له لاسه ورکړى او دوه نور يې ټپيان سوي دي.
راپور وايي نوموړى لومړى ټپي سو او وروسته يې په روغتون کي ژوند له لاسه ورکړى دى.
سويډن په افغانستان کي پنځه سوه عسکر لري، چي ډېر يې په مزار شريف کي مېشت دي.