د کندهار په بېګانيو چاودنو کي چي يو په بل پسې د ښار په مختلفو سيمو کي وسوې څلور تنه مړه سوي او د لسو په شاوخوا کي ټپيان سوي دي.
د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي لومړنۍ چاودنه د امنيې قومندانۍ ته څرمه، دوهمه د ملي پوځ يوه مرکز ته نيژدې او دريمه د کندهار پر محبس باندي وسوه، چي قربانيان يې ملکي کسان دي.
همدا راز د ښار اوسېدونکي وايي چي د دېخوجې په سيمه کي د تيلو پر دوو موټرانو هم راکټي حمله سوې، خو چارواکو تر اوسه نه ده تائېد کړې.
په کندهار کي د اکتوبر پر شپږمه هم څو چاودني سوي وې، چي نهه کسان يې وژلي وو.