کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سولې د خبرو پر مهال د ناټو پوځي عمليات په څه معنا؟

د سولې د خبرو پر مهال د ناټو پوځي عمليات په څه معنا؟

که څه هم ، چې د سولې عالي شورا له جوړيدو راهيسې او هغه وخت ، چې د وسله والو طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې پټې خبرې اترې تر سره شوې وې ولسمشر کرزي تيره اونۍ له سي ان ان سره دا ډول ټولې ترسره شوې خبرې اترې تاييد کړې ، خو پوښتنه دا پيدا کيږي ، چې له دې خبرو سره يو ځاى ولې په کندهار کې ، چې د وسله والو طالبانو د مرکزيت سيمه ده او ويل کيږي ، چې افغان دولت هم له کندهاره په پټه له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړي ناټو او افغان ځواکونو په ګډه پوځي عمليات ترسره کوي ، چې دا مهال هم دوام لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا تيره اونۍ له ناټو څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د تازه هلوځلو د لارې له اوارولو سره د مرستې لپاره په هغو سیمو کې ،چې د پخلاینې خبرې اترې کېدای شي ، پوځي عملیات ودروي ، چې په غالب ګومان دغه سيمې به د کندهار ، هلمند او ارزګان ولايتونه وي ؛ ځکه دا ټولې هغه سيمې دي ، چې د وسله والو مرکزيت بلل کيږي او د ناټو پوځي عمليات هم ډيرى په همدې سيمو کې دوام لري ، چې ډيرى وخت د ملکي وګړو د وژنې سبب هم کيږي.

په همدې ډول د سولې د عالي شورا یوه جګپوړي غړي معصوم ستانکزي هم تيره اونۍ د تلې په ٢٢ مه نيټه په کابل کې په يو خبري کانفرانس کې وویل چې ، د ناټو ملاتړ ډېر ضروري دی.

د ستانکزي په وينا ، په هغه ځای کې چې د سولې خبرې کېږي د پوځي عملیاتو درول،په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کمول او افغانانو ته دا قناعت ورکول چې ناټو د افغانستان د غضب او اشغال لپاره نه ده راغلې هغه مسایل دي چې د سولې د بهیر لپاره حیاتي ګڼل کېږي.

که چيرې د ستانکزي پورته څرګندونو ته په غور وکتل شي ، نو يو تر ټول مهم ټکى پکې دا دى ، چې دا مهال ټول افغانان که د هر قوم ، ټبر او ژبې څخه وي په دې اند او فکر کې دي ، چې ناټو په تيره بيا امريکا د افغانستان د اشغال لپاره مټې رابډوهلي دي او بيدريغه بې له کومې پاملرنې خپلې هوايي بمبارۍ په کليو او بانډو کې ترسره کوي ، چې ډيرى وخت د ملکي وګړو د وژنې سبب کيږي.

د سولې عالي شورا له يادې غوښتنې سره سره د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن د تيرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې وویل چې د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه چمتو دي چې له طالبانو سره د سولې د هلوځلو ملاتړ وکړي خو د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عمليات نه شي بندولى. د هغه په وينا ، چې پر وسله والو طالبانو پوځي فشار د پخلاینې غوره لار ده ، چې دده له دې څرګندونو په څرګنده داسې ښکاري ، چې له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت خبرې او د سولې عالي شورا هسې بابيزه او بيځايه هڅه ده او غواړي په دې توګه د افغان ولسمشر حامد کرزي د ټولې هڅې په اوبو لاهو کړي.

دغه راز د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند فليف کراولي هم د تيرې جمعې په شپه په واشنګټن کې ويلي دي، چې د افغان حکومت له وسلولو مخالفينو سره د سولې خبرې اترې ددوى د تګلارې يوه برخه ده، خو زياته  کړې يې ده ، چې له ملا عمر سره خبرې اترې نه کېږي.

هغه دا هم ويلي دي، چې حکومت يې له وسلوالو مخالفينو سره د افغان حکومت له خوا د سولې د خبرو اترو او په دې برخه کې د جوړه شوې د سولې دعالي شورا بشپړ ملاتړ   کوي .

هغه زياته کړې چې سپينه ماڼۍ که څه هم د افغان حکومت له خوا د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي، خو ويې ويل چې ددې پروسې پر وړاندې  يوه  سره کرښه هم شتون لري.

کراولي وايي چې د سولې پروسې له پيلېدو سره سره به په افغانستان کې نظامي عمليات هم ادامه ولري.

د پښتو ژبې مشهور متل دى، چې وايي : (( پړ مې کړه مړ مې کړه)) معنا دا چې يو يوار بايد له ملامت کس سره تر ټولو مخکې خبرې وشي ، د هغه ملامتيا څرګند دلايل او ثبوتونه ورته وړاندې شي او هغه ته د هغه د ګناهګارۍ په اړه قانع کوونکې ځوابونه وويل شي، تر څو هغه په خپله ګناه اعتراف وکړي او د غاړې په ايښودلو سره خپل ځان پړ وبولي او بخښنه وغواړي ؛ چې نن افغان دولت هم له وسله والو طالبانو سره په همداسې يوې لارې روان دى او د سولې عالي شورا په جوړيدو سره غواړي وسله وال د خبرو له لارې سولې ته راوبولي.

خو له بده مرغه لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه ، ناټو د افغان دولت له بيابيا غوښتنې سره سره د خپلو پوځي عملياتو پر دوام ټينګار کوي او غواړي ، چې له افغان دولت سره په دې سيالي وکړي ، چې دوى غواړي له پوځي لارې طالبان وسلې ايښودلو ته اړ کړي او په عيني حال کې افغان دولت د سولې د خبرو اترو له لارې دغه چاره پر مخ بوزي ، چې د ناټو دا اقدام هيڅ ډول منطقي اړخ نه لري.

ځکه نو د ولسمشر کرزي لخوا د سولې ملي مشورتي جرګې او د سولې عالي شورا جوړيدو ټولې هڅې په اوبو لاهو کيږي ، د افغانستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راځي ، د افغانانو هغه انديښنه هم په ځاى راځي ، چې ګويا ناټو د افغانستان د غضب او اشغال لپاره راغلې ده او غواړي په  افغانستان د يوې مستعمرې په توګه خپلې شخصي ګټې ولټوي او له افغانستان څخه د منځنۍ آسيا د يوې څلور لارې په توګه استفاده وکړي ، چې د افغانانو ددې انديښنې يو دليل دا هم کيداى شي ، چې ناټو د خپلو پوځي عملياتو په نه درولو سره غواړي په افغانستان کې جګړه روانه او توده وساتي ، خپلې ګټې خوندي او د اوبو په خړولو سره کبان ونيسي.