د څه لپاره
آيا تاسو نه شرميږى چه هر خقه حقوق چه ختيځ بنګال “بنګال عوام” يې له تاسو څخه غوښتنه وکړي وچولى مو د دښمن په څير تريو وي او بيله ترخې جګړې او درنې بيې د هغه ورکولو ته غاړه نه ږدى…
شيخ مجيب الرحمن
ډاکه (١٩٦٦) فبرورى
……………………………………………………………………………
د شيخ مجيب الرحمن پورتنى له خواشيني نه ډکې خبرې څخه چې د نامتو شپږ فقريز پلان د اعلام په وخت کې يې وکړې د لويديز او ختيځ پاکستان تر منځ د استعماري مناسباتو د څلويشت کلن تاريخ نښه نښانه ده… په (١٩٤٨) کال کې هغه وخت چه د پاکستان د په نامه اسلامي دولت له جوړېدو نه وروسته يو کال تير شوى ؤ کټ مټ داسې پيښه لکه کومه چې د (١٩٧١) کال د مارچ په (٢٥) نيټه وشوه، منځ ته راغلې وه. لا هغه وخت کوم چې شيخ مجيب الرحمن يو کوچنى د ښوونځى زده کوونکى و، د ختيځ پاکستان د بيلتانه مهرونه وهل شوي ؤ. د هغې ټولې خواشينې قصې بيانول به څوڅو ټوکه کتابونه ډک کړي. زه د هغې قصې د بيانولو په هڅه کې نه يم بلکه غواړم د پاکستان د نږدى وختونو د هغه چال چلن راپور وړاندې کړم کوم چې نتيجه يې د بشري امحا او نسل کشى څخه عبارت وه. که چيرته د دې پاڼو په اوږدو کې نې پخوانيو پيښو ته ګوته ونيسم نو هغه به يواځې د هغو چا لپاره وي چې له هغه نه بى خبره او يا يې هيرې کړې وي. د ضرورت له کبله به زما دا قصه په څه ناڅه لنډ ډول وړاندې شي.
لږ څه پخوا کله چې مې د پاکستان نوم اخستى دى نو عمده مې د دې پرځاى چې ايډيولوژيکي يا اسلامي دولت کوم چې د اسلام اباد حکومت غواړي ورباندى کيږدي، ما ورته د مسلمان دولت نوم ورکړى دى. دلته په اسلام ې کومه خبره نشته. زه د اسلام په نامه او د پاک قرآن په مبارکو آيتونو کوم چې په رياکاري سره په ورځاڼو کې ( د هغى ورځپاڼې په ګډون چه ما ورته کار کاوه) د هغو غولونو او فريبونو څرگندول غواړم کومه چې پنجاب د خپلو زيږېدو ل نيټې راپديخوا خپله وظيفه گرځولې ده. زه د خپلې درويشت کلنۍ تجربې په بنسټ هغه تراژيدي او خوږمنه قصه وړاندې کوم کومه چې د ختيځ بنګال (٦٥) مليونه مسلمانان د هغې په هکله له ما سره همنوا دي.
پاکستان په رښتيا سره چې د اسلام په نظريه جوړ شوى دى خو له توره بخته د دې ايډيولوژى پړاو ته د رسيدو له لارې خورا منحرف دى.
د هيواد په ختييځو برخو کې که له چا څخه پوښتنه وشي چى څوک يې نو په ځواب کې به داسې ووايي چى لومړى مسلمان يم او بيا پاکستانى يم. مگر له خبرو څخه يې په ډاګه داسى څرگنديږي چې د دوى دا خبره احساساتي جنبه لري. ايډيولوژي خوا يې له واقعيت څخه لرې ښکاري او داسې هڅه کوي چى هغه چاود (چاک) چې داسلاميت او پاکستانولى ترمنځ موجود دى له منځه يوړل شي.
دې خبرې په پاکستاني اولس باندې دوې غوره اغيزې کړې دي: لمړى دا چه د اسلام په نوم غولولو او د دې پردې ترشا استعمارى سياست د پاکستان ترمنځ لا د ورورګلوى کړۍ او اقتصادي ارتباطونه شلولي ؤ. دويم دا چه د پاکستان هغه پنځلس مليونه اولس چه نورو مذهبونو ته منسوب وو او مهم يې د هندوانو ټولنه ده، له سيکيولوجيکي غندنې سره مخامخ کړى. د دې تعصبونو له منځه په ختيځ بنګال کې د چال چلند ښه مثال ته ځير کيدلى شو.
د پاکستان جوړوونکى “قايذ اعظم محمد على جناح” دى خبرې ته چى بايد د پاکستان د اولسولى کړۍ ټينګى کړل شي ښه متوجه و او ډؤيره هڅه يې کوله. ده د خپلو ويناګانو په ترڅ کى تل تر تله دا ټينګار کولو چه ټول مسلمانان، هندوان، عيسويان او فارسيان بايد خپل ځانونه يواځى پاکستانى وگڼي. د دې خبرې علت هم څرګند و ځکه چې څلويښت مليونه مسلمانان چې د پاکستان د ټول نفوس نيمايي ته رسېږي هلته په هندوستان کې مېشته وو. له بلې خوا په پاکستان کې هم پنځلس مليونه هندوانو استوگنه غوره کړې وه چه اکثرو يې په ختيځ بنګال کې ژوند کاوه. تر دې شرايطو لاندې له لويې خطرې څخه ډکه خبره وه، که چيرې هغو بلو لمبو ته د پاکستان د بيلتون په وخت کى لګيدلى وې او د وينو رودونه روان وو، لم وهل شوې واى. نو رښتيا هم چه تش د خوله په دې خبرى چه لمړى مسلمان يم او ورپسې پاکستانى يم د نورو اقليتونو د احساساتو راپارولو لپاره خورا اسانه خبره ده. مگر د جناح مفکوره تر ډيره وخته پورې ژوندى پاتې نه شوه. هغو چا چى د هغه ليارى او عقيده تعقيبوله هم د هغه معقوليت او هوښياري شاته واچوله او د دوى ورپسې پسې ټبرى مفکورو او سکتوريستي عقايدو چه د قدرت اخستلو لپاره يې لرلې، د اولسونو مغز او ککرۍ رنګينې کړې او پدې وضع د سکتوريستي او ټبرولي جګړو او شخړو د له منځه وړلو امکان خورا مشکل خبره وه.1 د پاکستان اولس له انرژۍ ډک او سرسخته غرنى بزگر دى چې تر سختو شرايطو لاندې ژوند کوي او له بنګالي اولس سره چې په خپل دلتا ډوله کوچنى او پاسته هيواد کې ژوند کوي يوه نړۍ توپير لري. زما د يوه پنجابي افسر تبصره ښه په زړه ده کومه چه هغه وخت چې ما په کوميلا کې له ده سره خبرې کولې ويې کړه. پداسې حال کې چې د خپل لاس مړوند يې د دې تورې ځمکې په افق اوږد کړ، ويې ويل: “اى خدايه! موږ په دې ځمکه کې څه نه شو کولاى؟” له يوې شيبې سوچ وهلو وروسته يې خپله خبره پسې اوږده کړه او ويې ويل: “ممکن موږ به هم د دې اولس په څير شوي واى”
اسلام خو طبعاً يو غوره فکتور دى. د پاکستان تاريخ له دې سره سره چې د اسلام اسلام چيغې او نارې وهي، مگر د هغه تنفر په ريښه (ولو) باندې چې ډيرې ژورې غزيدلې دي لږ اغيزه لري. د اسلام په نوم په دروغو باندى نارې سورې وهل هلته خورا ښه څرگند شول چې پاکستان له هندوستان څخه جلا شو، يو زيات شمير مسلمانان په هندوستان کې پاتې شول او پاکستان په هغوى پسې هيڅ سر ونه ګرځاوه. کله چې پاکستان جوړ شو نو بيا د اسلامي ورورگلوى او يووالي خبره په ځاى پاتې شوه، هر څوک په مادي گټو پسې سر شول. پرمخ تگ او ځان ساتنه هغه پاخه او څرگند پياوړى دليلونه دى چې تجاوزکار پاکستانى استعمار د ختيځ [پاکستان] په استثمار پيل وکړ. مگر ختيځ بنگال د دې لپاره چې ژوندى پاته شي په مقاومت او مجادله لاس پورې کړ. دين د اقتصادي گټو په مقابل کې يوه هيره کړل شوې بڼه غوره کړه، شخړې او اړودوړ پيل شول.
د دې لپاره چې د داسې شخړو مخنيوى وشي، نو پاکستانى واکمنانو بيا مذهب ته رجوع وکړه او د عامه اذهانو د اړولو لپاره يې د اسلام له نوم څخه په ناوړه استفاده کولو او هيفوکراسى (دوه مخى) پيل وکړ. هر کله به چې د سياسي او اقتصادي شخړو اور په لمبو شو نو هرو مرو به د اسلام او اسلاميت نوې څپې او ډولونه راپورته کيدل. د ازادى نه له پخوا د ښمنى د ملى تعصب او تبغيض په هديره کې خښ شول. څنگه چې پاکستان ځان ته د اسلام زانګو نوم ورکړو نو د دې لپاره چې په هندوستان کې د هندو اولس اکثريت شهرت ومومي خورا سخته خبره نه او ليار يې هواره شوه.
د دې مقصد لپاره غوره وسله د کشمير مسئله وه چې د پاکستان له زيږيدو راپديخوا يې تل تر تله په هر ګوټ کې زوږ پروت و. موږ ته په څوڅو ځله دا خبره اولسي شوې وه چې “بهرنى پاليسي په کشمير کې د اوربند له کرښې څخه سرچينه اخلي.” دې خبرې په پنجابي غوږونو ښه اغيزه کوله ځکه چې هغوى له کشمير سره ژور کورنى ارتباط او اړېکي لري. مگر په بنگاليانو څه موثره نه وه. خو بيا هم د پاترياتيزم “وطن پالنې” د سببونو په روحيې سره يې د حکومتي منابعو له اوامرو څخه يې يو ګام هم د باندې نه کيښود. دا روحيه هم زړه شوه. دا چې اصلي علتونه به يې په پيل کې څه وي خو د کشمير د مسئلې اساس اوس د اولسونو د يووالي د وسلې کار روزگار و. ما له باوري منابعو څخه دا خبره په جار اوريدلې ده چه د امريکې پخواني جمهور رئيس يو ځل يو پاکستانى ديپلومات ته د خبرو په ترڅ کې ويل: (ښاغلى سفير! زه فکر کوم چې د ستا هيواد له کشمير سره دومره دلچسپي نه لري لکه چې يې د کشمير له شخړې سره لري.) کله چې پاکستان لومړى وزيږيد نو اسلام دومره کولاى شواى چې د دوى ترمنځ د باندني دښمن په وړاندى د يووالي کړۍ ټينګې کړي. مگر داسې نه وه چې په رښتا سره په خپلو منځو کې يو پر بل مين وي!! او يو له بل سره گډ ژوند وکړي.
د بنگله ديش مشرانو په وار وار دا خبره کړې ده چه “د اقتصادي پرمخ تګونو په ضد د پاکستانى واکمنانو اجبارى چال چلند دومره پياوړى و چې نه شو کولاى هغه د اسلام په نوم او د ورورګلوي په دروغو شعارونو پټ کړاى شي. دا خبره به ډيره له عدالت څخه لرې واى چې د ختيځ بنګال له اولسونو څخه پاکستاني واکمنانو داسې توقع کړې واى چې د هغوى مذهبي کړۍ دې دومره ټينګې وي چه له خپل اقتصادي وروسته والي او استثمار څخه سترګې پټې کړي.”
رحمن سبحان د شيخ مجيب الرحمن اقتصادي مشاور چه د ختيځ بنګال خورا غښتلى اقتصاد پوه دى، دې ټکي ته په څرګند ډول داسې ګوته نيولې ده: “له لويديځ پاکستان سره د بنګال سياسي انډيوالي په اسلامي ايډيولوژيکي نسټ ولاړه وه او دا کار هم د برطانوي هندوستان د مذهبى استثمار په ضد وشو. مګر هيچا هم داسې خيال نه کاوه چې ګوندې دا به د لويديځ پاکستان له خوا په اقتصادي استثمار بدله شي. د ختيځ بنګال مجادله د دې استثمار په ضد او هم د ختيځ بنګال د ژوندي پاتې کيدلو له کبله راپورته شوه.
کله چې د پاکستان د ختيځ او لويديځ ترمنځ اړکي وشليدل نو د ايډيولوژيکي بڼه يې هم خړه پړه شوه. داسې يوه موقع راورسيده چې يوه پنجابي پياوړي سياست مدار (نواب مشتاق احمد گذمايى) د شکايت په ترڅ کې وويل چه: (وزرونه يې شته مگر د مارغه پته څرګنده نه ده.)
په پاى کې وزرونه هم له خوځيدو ولويدل.