د آزادۍ راډيو د اسوشيېټيډ پريس آژانس په حواله خبر ورکړ، چي مولوي عبدالکبير يو له هغو طالب مشرانو څخه دئ، چي له ولسمشر کرزي سره يې د يوه دريم ګړي کس په ذريعه تماس نيولى دئ.
مولوي عبدالکبير د طالبانو پر مهال د ننګرهار والي او د وزيرانو د شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.
مولوي عبدالکبير د روان ميلادي کال په پيل کي د پاکستان د حکومت له خوا نيول سوئ وو، چي وروسته يې د بيرته خوشي کېدو خبرونه خپاره سول.
تر اوسه لا طالبانو او افغان چارواکو د مولوي عبدالکبير د تماس په باب څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي په وروستيو ورځو کي د حکومت او طالبانو ترمنځ د پټو مذاکراتو خبرونه يو په بل پسي خپرېږي، خو طالبان يې ردوي.