د ايشا ټايمز ورځپاڼي خبر ورکړى، چي د طالبانو نائب مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان د حکومت له خوا خوشي سوئ دئ.
ورځپاڼي د يوه نامعلومه طالب مشر له خولې خبر ورکړى، چي ملا برادر اوس له خپل مشر ملامحمدعمر سره يو ځاى سوئ او پاکستان په دې نيت خوشي کړى، چي له افغان حکومت سره د سولي په خبرو کي رول ولوبوي.
د پاکستان حکومت سمدستي د ملا عبدالغني برادر د خوشي کېدو راپور رد کړ، خو طالبانو په دې هکله څه نه دي ويلي.
ملا عبدالغني برادر شاوخوا نهه مياشتي دمخه د پاکستان په کراچي ښار کي په ناڅاپي توګه د پاکستان د حکومت له خوا ونيول سو، چي هغه مهال ويل کېدل نوموړى ځکه د پاکستاني استخباراتو له خوا نيول سوئ، چي له افغان حکومت سره يې د پاکستان له اجازې پرته د مذاکراتو په باب تماسونه نيولي وو.