د آى جې سي عامه پوهاوي د څانګي څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د حقاني شبکې يو تن قوماندان يې په يو لړ فوځي عملياتو کي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري د شپې له اړخه ترسره سوې نيولي . په خبرپاڼه کي يادونه سوې چي نوموړي پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندي بريدونه ترسره کول او هم نوموړى و طالبانو ته د تجهيزاتو پر برابرولو تورن سوى . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي يې د يو لړ استخباراتي کړيو پر بنسټ نيولى .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه نه طالبانو او نه هم خپله افغان حکومت په دې اړه څه ويلي دي .