د چيلي د سرو زرو او ميسو په کان کي بند کسان ټول په برياليتوب سره ژوندي را ايستل سوي دي.
د چيلي حکومت وايي په کان کي ٦٥ ورځي بند ٣٣ کسان يې ټول ژوندي راکښلي او روغتون ته د معايناتو دپاره لېږدولي دي.
دغه کسان چي د اګست له لومړۍ اونۍ راهيسي تر مځکي شاوخوا ٧٠٠ متره لاندي د کان د نړېدو له امله بند پاتي وو، دوې اونۍ وروسته يې د مځکي مخته پيغام ولېږئ چي دوى ژوندي دي.
د ژغورني عملې د بندو کسانو دپاره پلان جوړ کړ، لومړى يې کان ته تونل و ايستى او وروسته يې ټول يو په بل پسې د کپسول ته ورته سلواغې په ذريعه داسي را و ايستل چي د چيلي حکومت د وروستي کس د را ايستلو تر مهاله د پلان پر برياليتوب باندي ډاډمن نه وو.
د نړۍ په تاريخ کي د ژغورني دغه چاري د خپل ډول بېسارې عمليات بلل سوي دي.